پاکستان ـ امریکايي چارواکي خبر کړي دي که د طالبانو خلاف د ډېورنډ دواړوه غاړو پوځي عمليات ناکامه شو نو منفي نتيجې به يې ټوله سيمه په اغېز کې واخلي.
ډان ورځپاڼې د سفارتي سرچينو له خلې په راپور کې ويلي چې د افغانستان دپاره د امريکې په نوې تګلاره کې مهمه خبره دا ده چې هغه د طالبانو په ضد دوه اړخيزه پوځي عمليات پېلوي ترڅو د پوځي عملياتو د لارې طالبانو ته ماتې ورکړي او د افغان سولې بهير راوستلو ته یې اړ کړي.
د راپور ترمخه پاکستان د دغه مرکزي خبرې سره اختلاف نه کوي خو اسلام اباد په دې اندېښمن دی که د طالبانو په ضد پوځي عمليات ناکامه شو نو نتيجې به يې څه وي؟
له دې وړاندې په اوونيز احوال کې د امریکې د دفاع وزير جېم مېټس د سويلي اسيا په اړوند نوې امريکايي تګلاره باندې خبرو کې ويلي ؤ مونږ د پاکستان سره په ګډه د سیمې په تګلاره کار کوو چې ترهګر په سيمه کې د مينځه اوباسو.
هغه ويلي ؤ باور لري چې د پاکستان ائيني سياسي حکومت د ترهګرۍ په ضد امريکايي تګلارې ترسره کولو کې مثبت رول لوبولی شي.
د روانې مياشتې په لمړۍ نېټه د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ په يو ټويټ کې په پاکستان سختې نیوکې کړې وې چې پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي او په بدل کې يې ورت دورغ ويلي ټګي يې کړې او ترهګر يې ساتلي دي.
د صدر ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو او ټرمپ انتظامي فشار نور سېوا شوی او د پاکستان پوځي مرستې يې ځنډولي دي.
صدر ټرمپ د تېر اګست په مياشت کې د افغانستان او سویلي اسيا دپاره اعلان کړې تګلاره کې هم په پاکستان حقاني شبکې او افغان طالبانو ته د پناه ورکولو تور لګولی ؤ، خو پاکستان دغه تورونه رد کړي وو.
د صدر ټرمپ د تګلارې اعلانولو وروستو د امريکا د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او د دفاع وزیر جېم مېټس د پاکستان سفرونه کړي او پاکستان يې د امريکا په تګلاره خبر کړی ؤ.
د ټرمپ د تازه ټويټ وروستو د امريکا او پاکستان اړيکې بيا تاوژنې شوي دي.
خو تېره ورځ جېم مېټس ويلي ؤ د پاکستان د پوځي مرستو ځنډولو باوجود پېنټاګون د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره اړيکې په ځای کوي.
مېټس ويلي د هغه په خيال جنرال جوزف ووټل د قمر جاوېد باجوه سره په ټيليفون خبرې کړي او دوي د رابطو نوره فضا جوړوي.
جنرال ووټل د افغانستان په روانه جګړه کې د امريکايي پوځ مشر دی.
مېټس د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان مثبت کردار ستايلی خو په دغه اړوند يې د امريکې تحفظات هم څرګند کړي دي چې اسلام اباد دې طالبانو ته د ماتې ورکولو او پاکستان کې د حقاني شبکې د ځالو ختمولو دپاره د امريکا سره په سنجيده بنیادونو اړیکې ټینګې کړي.
نوموړي دا هم ويلي د پاکستان د ټولو قربانو باوجود دوي سخت تحفظات لري د کومو د حل دپاره چې دوه اړخیزه خبرې روانې دي.
بل لور ته د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف ويلي د پاکستان سره د پوځي مرستو ځنډولو وروستو امريکا سره نور اتحاد نه دی پاتې ځکه چې د اتحاديانو سره څوک دغه ډول رويه نه ساتي.
خو د بهرنو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه ويلي چې څومره ممکنه وي اسلام اباد به د امريکې سره اړيکې دوامداره ساتي.