لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا:پاکستان ته به مرستو دپاره خپلې خاورې نه ترهګر ختمول وي


دامریکا ددفاع محکمې پاکستان ته ویلي دي چې دخپلې خاورې نه دترهګرۍ ختمولو دپاره به ورته ځانګړي اؤ کوټلي ګامونه اخستل وي.

پینټاګان کې خبریالانو سره خبرو کې ددفاع دمحکمې ویاند کربل روپ میننګ ویلي که چرې پاکستان دترهګرو په ضد له توپیر پرته ګامونه واخلي نو امریکا ورسره مرستې ته تیاره ده.

ویاند وویل” امریکا چې پاکستان نه کومې هیلې لري هغه بیخي ډاګیزې دي ، داچې طالبان، حقاني شبکه اؤ افغانستان کې دبریدونو پلانوؤنکي باید نور دپاکستان په خاوره خوندي ځالې ونه مومي”

ددفاع دمحکمې ویاند داخبره هم په ډاګه کړه چې د ائتلافي مرستو دپنګې څخه پاکستان ته کوم ۹۰ کروړه ډالر ورکړی کیدونکي وؤ دغه پیسې ختمې کړل شوې نه بلکې یوازې ځنډول شوي دي اؤ ترهغې به پاکستان ته نه ورکول کیږي ترڅو چې پاکستان دامریکا دهیلو په اساس دترهګرو ډلو په ضد ګامونه نه وي اخستي.

امریکایي چارواکي وایی دټرمپ حکومت حکومت چې په نظامي څانګه کې پاکستان ته ورکړل کیدونکې کومې پیسې ایسارې کړي دي هغه خواوشا دوؤ اربو ډالرو ته رسیږي .

په دغو دوؤ اربو ډالرو کې د ائتلافي مرستو دپنګې ۹۰ کروړه ډالر هم شامل دي چې دهغې پاتې ۴۰ کروړه ډالر به پاکستان ته وروسته له هغې ورکول کیږي چې ددفاع محکمه پخلی وکړي چې پاکستان دحقاني ترهګرې شبکې په ضد ریښتوني ګامونه اخستي.

خو د پینټاګان ویاند خبریالانو ته ویلي‌ چې تر دې مهاله دامریکا ددفاع وزیر ددغه پخلي په هکله هیڅ پریکړه نه ده کړې .

هغه وویل پاکستان ته په وروستي ځل دتیرکال دفرورۍ یا مارچ په میاشت کې د ائتلافي مرستو دپنګې نه ۵۵ کروړه ډالر ورکړل شوي وؤ‌ اؤ دهغې راپدیخوا ورته هیڅ مرسته نه ده ورکړل شوې.

XS
SM
MD
LG