لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان امریکا سره خپلې استخباراتي اؤ دفاعي مرستې ځنډولي دي


ددفاع وزیر وویل چې پاکستان دخپلې خاورې څخه د ترهګړو ځالې له مینځه وړي دي اؤ دهغوئ پاتې شوني هم له مینځه وړل کیږي.
ددفاع وزیر وویل چې پاکستان دخپلې خاورې څخه د ترهګړو ځالې له مینځه وړي دي اؤ دهغوئ پاتې شوني هم له مینځه وړل کیږي.

دپاکستان ددفاع وزیر خرم دستګیر خان ویلي دي چې پاکستان امریکا سره داستخبارانو اؤ دفاع په څانګو کې خپلې مرستې ځنډولي دي خو د زمکنیو اؤ هوایي لارو اسانتیاوې یې ترې بیرته نه دي اخستي.

د سه شنبې په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې یوې دستورې ته په وینا کې ددفاع وزیر ویلي اوس وخت راغلی چې دواړه هیوادونه په خلاص مټ اؤ ډاګیز ډول په ټولو چارو پاکې،پاکې خبرې وکړي.

خو دهغه په وینا “د وړاندې تګ خبرې په ګواښونو، مهلتونو ورکولو اؤ دمرستو په ځنډؤلو نه کیږي”

ددفاع وزیر وویل چې پاکستان دخپلې خاورې څخه د ترهګړو ځالې له مینځه وړي دي اؤ دهغوئ پاتې شوني هم له مینځه وړل کیږي.

بل لوري ته دپاکستان دانګریزۍ ژبه ورځپاڼه ډان لیکي چې پاکستان د تیرو ۱۴کالو په مهال دترهګرۍ په ضد جګړه کې کوم ځاني اؤ مالي زیانونه پورته کړي دهغې په بابله راپور یې امریکا ته ورکړی دی،

په دغه راپور کې پاکستان دعوه کړې ده چې په تیرو ۱۴ کالو کې ۷۴ زره پاکستاني وګړي دترهګرۍ په ضد جګړه کې وژل شوي اؤ دهیواد معیشت ته د ۱۲۳ اربو ډالرو زیان اوښتی دی.

دامریکا ددفاع محکمې ویاند تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې د ائتلافي مرستو دپنګو نه پاکستان ته ورکړل کیدونکې ۹۰ کروړه ډالر مرسته ختمه کړل شوې نه بلکې تر هغې ځنډول شوې ترڅو چې پاکستان دخپلې خاورې نه دترهګرو دځالو ختمولو په ضد ډاګیز ګامونه نه وي اخستي.

امریکایي چارواکي تور لګوي چې پاکستان دامریکا نه په اربونو ډالر په مکر اؤ‌ فریب اخستي خو پخپله خاوره کې یې هاغو ترهګرو ته پناه ورکړې ده چې امریکا یې افغانستان کې په ضد په جګړه بوخته ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG