لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دننګرهار عملیاتو کې ۱۱۸ ترهګر وژل شوي،۷۷ ژوبل


دافغانستان امنیتي چارواکو دعوه کړې چې دپاکستان سره په پوله پروت ختیز ولایت ننګرهار کې یې د روانو عملیاتو په مهال ۱۱۸ ترهګر وزلي اؤ ۷۷ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي دغه عمليات دتیرې یوې میاشتې په مهال د خوږياڼو، هسکې مېنې، مومنددرې او غني خېلو اولسواليو کې شوي چې پکې دترهګرو نه درنې وسلې هم دامنیتي ځواکونو لاسو ته ورغلي دي خو افغان ځواکونو سره په جګړه بوختو یاغي وسله والو ډلو ددغه دعوې پخلی یا تردید نه دی کړی.

دننګرهار یو لوړ پوړي امنیتی چارواکي جنرال محمد نسيم سنګين د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې د خوږياڼو اولسوالۍ په اطرافو کې دد داعش وسله والو پر ضد د پيل شوو سېلاب۴ عملياتو کې ۵۲ وسله وال وژل شوي اؤ ۵۹ نور ټپیان شوي دي.

خوږیاني دننګرهار هاغه غرئیزه اولسوالي ده چې په تیرو وختونو کې دطالبانو اؤ بیا وروسته دداعش داغیز لاندې پاتې شوې ده،

ددغه اولسوالۍ په توره بوړه نومې سمسو کې د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن اؤ دهغه دپلویانو په ضد یوه درنه تاریخي جګړه هم شوې وه دکومې نه چې اسامه ژوندی وتلی ؤ.

راپورونه وایي دامهال دننګرهار په هسکه مینه اولسوالۍ کې هم دداعش جنګیالي زیات فعاله دي.

جنرال سنګین وویل هسکې مېنې لولسوالۍ کې هم د ځانګړو افغان ځواکونو له لوري د بهرنيو ځواکونو په هوايي ملاتړ پيل شوو عملياتو کې هم ۶۳ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

هغه دا هم وويل چې مومندرې او غني خېلو ولسواليو کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژلي دي.

هغه ومنله چې په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو ددغه مرګ ژوبلې دقیقه شمیره یې ونه ښودله.

ننګرهار دامهال د بدامنیتي په لړ کې داففانستان تر ټولو حساس ولایت ګڼل کیږي اؤ راپورونه وایي تیرکال دغه ولایت کې تر ټولو زیات بهرني عسکر وژل شوي وؤ

XS
SM
MD
LG