لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبلوچستان اعلی وزیر ثناء الله زهري خپلۍ څوکۍ څخه استعفا ورکړې ده


د وزیراعلي ثناء الله زهري نه دهغه دخپل ګوند زیاتره دپارلیمان غړي مرور وؤ

دپاکستان دبلوچستان ایالت اعلي وزیر ښاغلي ثناء الله زهري دخپل ځان په ضد دبې باورۍ دتحریک راوړاندې کیدو څخه دمخه دخپلې څوکۍ نه استعفا ورکړې ده.

د بلوچستان د وزیراعلی نه دهغه دکامبنیې زیاتره غړي خفه وؤ اؤ دهغه په ضد نن اسمبلۍ ته د بې باورۍ تحریک وړاندې کیدونکی ؤ.

ددغه تحریک وړاندې کیدو نه وړاندې دپاکستان وزیراعظم ښاغلی شاهد خاقان عباسي هم دکړکیچ دهواري په موخه د اسمبلۍ دمرورو غړو پخلا کولو دپاره تیره ورځ بلوچستان ایالت ته ورغلی ؤ خو د وزیراعلی نه مرورور غړو هغه سره له لیدنې انکار کړی ؤ.

سرچینې وایي وزیراعظم عباسي هم ښاغلي ثناء الله زهري ته د استعفا ورکولو مشوره ورکړې وه چې له هغې وروسته نن د سه شنبې په ورځ وزیراعلي زهري د بلوچستان ګورنر محمدخان اچکزي ته خپل استعفا ورړاندې کړې اؤ‌ هغه منلې ده.

دبلوچستان صبوې دکورنیو چارو پخواني وزیر سرافراز بګټي پخپل یو ټويټ کې ویلي چې الحکمدالله دبلوچستان وزیراعلي استعفا ورکړه

د وزیراعلي ثناء الله زهري نه دهغه دخپل ګوند زیاتره دپارلیمان غړي مرور وؤ اؤ دکابینې غړو اؤ مشاورینو یې د وزیراعلی د رویې په ضد دخپلو منصبونو نه استعفاګانې هم ورکړې وې .

دبلوچستان ایالت اسبملي ۶۵ غړي لري اؤ په هغه دبې باورۍ ښکاروه کولو دپاره د اسمبلۍ د۳۳ غړو رائیو ته اړتیاه وه .

کومو غړو چې د وزیراعلي په ضد دباورۍ تحریک مخې ته راوړلو هغوئ دعوه لرله چې د ۴۰ غړو ملاتړ ورسره دی.

XS
SM
MD
LG