لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر جهګړا امریکایي قونصل جنرال ته ویلي‌ حکومت فاټا کې اصلاحات پځایې کوي


قبال ظفرجهګړا زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي قبائیلي اولس ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابر کړي
قبال ظفرجهګړا زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي قبائیلي اولس ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابر کړي

دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر اقبال ظفر جهګړا ویلي‌ چې دقبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډول دقبائیلو په ګټه دي ځکه نو حکومت فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره چټګ ګامونه اخلي.

خو دګورنر ددغه دعوې برعکس دپاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه اؤ دقبائیلي سیمو نه منتخب پارلیماني غړي په مرکزي حکومت تور لګوي چې فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو ژمنې نه دتیښتې دپاره دهیلو بهانو نه کار اخلي.

د سه شنبې په ورځ ګورنر پیښور کې دامریکایي قونصل جنرال ښاغلي سټیفن اؤ دفرانسیې دخبریالانو سره لیدلي اؤ ورسره یې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان په کردار اؤ دقبائیلي‌سیمو په اړوند خبرې اترې کړي دي.

دګورنر دماڼۍ څخه وائس اف امریکا ډیوه راډیو ته دلیږل شوي بیان له مخې ګورنر دامریکا قونصل جنرال ته ویلي چې دخیبرپښټونخوا صوبې اولس اؤ قبائیلو د ترهګرۍ په ضد جګړه کې درنې قربانۍ ورکړي دي اؤ نړیوالې ټولنې ته پکار ده چې په دغه جګړه کې دپاکستان دکردار ستائنه وکړي.

هرڅو که دګورنر په دغه بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې دامریکا قونصل جنرال ښاغلي سټیفن دګورنر دعوې ته څه غبرګون ښودلی خو په دې وروستیو کې امریکایي چارواکي په پاکستان تورونه لګولي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې امریکا نه ۳۳ ارب ډالر مرستې اخستي خو پخپله خاوره یې ترهګر پاللي دي.

ګورنر جګړه پخپلو خبرو کې ویلي چې دضرب عضب عملیاتو له امله هیواد کې امن ټینګ شوی اؤ اوس بهرني پانګوال کولی شي دلته ډاډه خپلې پنګې ولګوي.

ګورنر اقبال ظفرجهګړا زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي قبائیلي اولس ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابر کړي اؤ دهغوئ د ژوند معیار هم د هیواد د نورو برخو د اولس دژوند معیار ته راولي.

هغه وویل ددغه غرض دپاره فاټا کې داصلاحاتو پځایې کولو دپاره حکومت چټک ګامونه اخلي اؤ قانوني لارې چارې ټاکي.

له دې وړاندې هم څو،څو ځل دپاکستان حکومت باور ورکړی چې دهیواد قبائیلي سیمو کې به اصلاحات پځایې کوي خو تراوسه یې خپلې دغه ژمنې نه دي عملي کړي.

داصلاحاتو په قانوني مسوده کې ویل شوي چې دهیواد عدالتي نظام به قبائیلي سیمو ته غځولی اؤ دغلته نه به دایف سي ار قانون ختمولی شي.

خو دپاکستان دسیاسي ګوندونو اؤ دقبائیلي سیمو دپارلیماني غړو دپرله پسې غوښتنو باوجود دغه قانوني مسوده پارلیمان ته دمنظورؤلو دپاره نه وړاندې کیږي.

فاټا کې داصلاحاتو په ځنډ دپاکستان زیاتره سیاسي ګوندونه، دمدني ټولنې غړي اؤ قبائیلي پارلیماني غړي دپارلیمان دننه اؤ بهر په سخت احتجاج بوخت دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG