د افغانستان د صدر اشرف غني دوېم مرستيال سرور دانش لويه جرګه رابلل د کودتا په معنی بللې د هغه په وېنا وېنا چې جرګه راغوښتونکي دا د ملي يو والي د حکومت د بدلون دپاره راغواړي.
نوموړي دانش دغه خبره په کابل کې د اساسي قانون د اوونۍ دپاره راجوړې غونډې ته په وېنا کې کړې ده.
هغه ويلي "د موقتي حکومت د جوړولو او په اساسي قانون کې د بدلون دپاره د دوديزې لویې جرګې د جوړولو هڅې د قانون له چوکاټ څخه بهر اقدامات دي او دا یوه نرمه کودتا ده".
دانش په خپلو خبرو کې د جرګې راجوړؤنکو چا نوم نه دی اخستی.
پخواني افغان صدر حامد کرزي د اکتوبر په میاشت کې د امريکا د نوې تګلارې په ترڅ کې د روانو حالاتو څخه وتلو دپاره ويلي ؤ چې دوديزه جرګه دې راوبلل شي د کرزي سره يو شمېر سياسي ډلې هم دغه غوښتنه کوي.
ښاغلي کرزي ويلي ؤ چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو تر ټولو غوره لاره د دودیزې لویې جرګې جوړول دي او په دې تړاو یې افغان حکومتي چارواکو او وسله والو طالبانو سره اړیکې نیولې دي.
له دغې وروستو د نومبر په مياشت کې بيا صدارتي ماڼۍ ارګ ويلي ؤ د يو شمېر کسانو لخوا د لويې جرګې رابلل د افغانستان د قوانينو پرضد دي.
ارګ په يوه اعلاميه کې ويلي ؤ چې د " حکومت کارکوونکو ته لارښوونه کېږي، په هغو پروسو کې له ګډون څخه چې له قانون سره مطابقت نه لري، ډډه وکړي".
بل لور ته د افغان ځوانانو د مدني بهير مشر سيال غورځنګ چې د جرګې راغوښتو په حق کې دی ويلي يې دي دوي په دغه اړوند په کابل او ننګرهار کې غونډې هم کړي دي.
هغه ويلي "مونږ د حکومت د پیاوړتیا لپاره جرګه غواړو. مونږ له طالبانو سره د سولې د خبرو او امریکا سره د شوي تړون او ډیورنډ د کرښې په اړه لویه جرګه غواړو. مونږ د نظام پیاوړتیا غواړو. دوې دې وښايي چې مونږ او مخکني ولسمشر کرزي دې د کودتا په اړه یوه خبره هم کړې وي؟"
څيړونکي او پوهان وايي افغان حکومت ځکه د جرګې رابللو څخه ويريږي چې هسې نه د حکومت د بدلولو پرېکړه وکړي.
څيړونکي وايي دا به د وخت نه وړاندې ويل وي چې جرګه راوبلل شي هغه به سياسي ستونزې هوارې کړی که نا.