لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکا به په ايران کې په بدامنۍ خورولو کې پاتې راځي، خامنه ای


د ايران ستر روحاني مشر ايت الله خامنه ای ویلي که امريکا د ايران په ماملاتو کې لاس وهنه وکړه نو د ناکامۍ سره به مخ شي.

له دې وړاندې روانه اوونۍ د ایران د بهرنو چارو وزير محمدجواد ظريف ويلي ؤ چې په ملک کې يې روانه بدامني د امريکا د لاسوهنې په پايله کې رامنځته شوې او هغه دا د ملک دپاره سخته خطره ګرځولې ده.

ظريف تور لګولی چې بهرنو قوتونو چې پکې د ايران سيمه ييز مخالف سعودي عرب هم شامل دی ناامنۍ ته لمن وهي.

د سه شنبې، نهې په ورځ خامنه ای په خپله تازه وېنا کې هغه خبره بيا تکرار کړې ده چې پکې څو ايراني چارواکو ادعا کړې ده چې تازه مظاهرې نه يواځې چې منظمه وې بلکې د دې دپاره د بهر نه پېسې هم راتلې.

خامنه ای په لمړي ځل دا هم منلې ده چې اولس به شکايتونه او تکليف لري دوي اورېدل پکار دي او دوي به اورېدل وي، په خپلو وسايلو به د دوي ستونزې هوارول وي خو نوموړي د بدامنۍ راپارولو زمه وار بهرني سازشونه ګرځولي دي.

په نهمه جنورۍ يو ټويټ کې هغه ويلي قام يو ځل بيا د امریکا، برتانيه او نورو بهرنو ملکونو چې د امريکا حکومت نسکورول غواړي هغو ته ويل غواړم چې تاسو ناکامه شوي يئ او په راتلونکې کې به هم ناکامه کيږئ.

امریکا دغه تورونه رد کړي چې امريکا يا استخباراتی ادارې يې د ايران د مظاهرو په شا لاس درلود.

د فاکس نيوز سره په خبرو کې د امريکا د استخباراتي ادارې (سي ايي ای) مشر مايک پومپيو ويلي دا د ايران کورنۍ مسلې دي داسې نه ده چې د احتجاج په شا د امريکا لاس ؤ.

پومپيو ويلي، د ايران معاشي حال ښه نه دی دغه علت دی چې خلک په سړکونو راوتي دي.

صدر ډونلډ ټرمپ د ايران د مظاهرو په تحريک کې د ګډون والو ستاينه کړې وه.

بل لور ته د اسرايل استخباراتي ادارې موساد مشر يوسي کوهن د سه شنبې په ورځ د خامنه ای تورونو ته غبرګون نه دی ویلي خو دا يې ويلي دي چې په ايران کې د تازه احتجاجونو په پايله کې هغه ته نه ښکاري چې حکومت نسکور کړی شي، هغه ويلي سترګې او غوږونه يې ايران پله دي.

خامنه ای هم د سعودي عرب د نوم اخستو پرته ويلي، چې احتجاجي مظاهرو ته د بهر نه پېسې ورکړی شوي چې پکې د خليج فارس شته من ملک ککړ دی، سعودی عرب دغه تور لا غبرګون نه دی ويلی.

XS
SM
MD
LG