لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندهار: په پولیو-اغېزمنه شاولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیوضد کمپاین وشو


د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې د پولیو په ضد کمپاین پای ته رسېدلی دی. په دې ولسوالۍ کې تېر کال د پولیو ۵ مثبتې پېښې درج شوې دي، چې دا د نړۍ په یوه سیمه کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

د کندهار د روغتیا چارواکي وایي، د دې ولایت په ځینو ولسوالیو خصوصاً په شاولیکوټ کې د پولیو وایرس ډېر په چټکۍ خپرېږی، دوی اړتیا لري چې د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ په ضد د واکسین کېدو درې پراخ کمپاینونه تر سره شي، چې د دې زیانمنې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي

د کندهار د روغتیا ادارې د یونیسیف او د روغتیا د نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په مرسته د پولیو په ضد د پیل شوي کمپاین لومړنی پړاو د چارشنبې په ورځ پای ته رسولی، چې په شاولیکوټ، میانشین او نېش سیمو کې تر سره شوی او ۴۳۰۰۰ ماشومانو ته پکې له دې ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ورکړل شوي دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همږغي کوونکي ټوني لېنزر په شاولیکوټ کې د پولیو د تر سره شوي کمپاین په اړه اعلامیه خپره کړې او د کندهار د روغتیا د ادارې له چارواکو او د سیمې له مشرانو یې مننه کړې، چې د واکسین له ۵۰۳ تنو کارکوونکو سره یې مرسته کړې ده. ټوني هیله څرګنده کړې، چې دا کمپاین په دې اوونۍ کې په بریالیتوب سره بشپړ شي

افغانستان د نړۍ په هغو درو هېوادونو کې شامل دی، چې د ګوزڼ یا پولیو ناروغي لا په بشپړه توګه نه ده ځنې پاکه شوې. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هږغی کوونکی ټوني وایي، د ملګرو ملتونو یو لوی هدف دا دی، چې په نړۍ کې د پولیو ناروغي ختم شي

ټوني وایي د ملګرو ملتونو ټول دفترونه هڅه کوي، چې په أفغانستان کې پر ناامنۍ برسېره د روغتیا له چارواکو سره مرسته وکړي او په هره سیمه کې د پولیوضد کمپاینونه په سم وخت تر سره کړي.

ټاکل شوې ده چې د یونیسیف دفتر په روان ۲۰۱۸م کال کې أفغانستان ته د ګوزڼ ناروغۍ ۱۰۰ میلینه خوراکه واکسین برابر کړي.

شاولیکوټ د کندهار هغه سیمه ده، چې وسلوال طالبان پکې زیات فعاله دي او د ناامنۍ له امله پکې تېر کال د پولیو کمپاین له ستونځو سره مخ وو. وسلوالو طالبانو تېر کال د شاولیکوټ په شمول هلته په نورو هغو سیمو کې هم د پولیو یا ګوزڼ په ضد د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی وو، چې دوی پکې زیات فعاله وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG