لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ترهګرۍ پرضد اقداماتو باندې بهرنو استازو ته احوال تېر کړی


پاکستان چې په وروستيو کې د امريکې لخوا د سخت فشار او نيوکو سره مخ دی د بهرنو چارو وزارت يې د بهرنو هېوادونو استازو ته په ملکي کچ د ترهګرۍ پرضد اقداماتو او ننګونو باندې احوال تېر کړی دی.

د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف په اسلام اباد کې بهرنو استازو ته " د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د عملياتو احوال تېر کړی دی".

د بهرنو چارو د دفتر ترمخه خواجه اصف "په تېر ۱۶ کاله موده کې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان د ترسره کړو هڅو او په تېر څلورو کالو کې د شوي پرمختګ ترڅنګ د ضرب عضب عملياتو احوال تېر کړی چې په خپله خاوره يې د ترهګرو نوغی ويستی دی".

بهرنو استازو ته د هند لخوا په پوله سرغړونو او د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې د بريدونو په اړه هم تفصيل وړاندې کړی شوی دی.

خواجه اصف ویلي، "د افغانستان په خاوره د ترهګرو د خوندي ځالو نه پاکستان ته سخته خطره راپېښه ده اوپه افغانستان کې د خوندي ځالو څخه پاکستان زيانمن شوی دی".

خو افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره افغان طالبان او حقاني شبکه ساتلې او د دغلته نه په افغانستان کې ترهګري کوي.

خواجه اصف تور لګولی چې " د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان استخباراتي اداره (اېن ډي اېس) د پاکستان په بې ثباته کولو کې ککړې دي او د هند د استخباراتي ادارې هلې ځلې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان د پام اړولو ناکامه هڅه ده".

د بهرنوچارو دفتر ويلي د احوال تېرولو په مهال د سه شنبې، نهې په ورځ کوټه کې په شوي ځانمرګي بريد استازو د خفګان څرګندونه کړې ده.

په دغه مهال چيف اف جنرال سټاف لفټننټ جنرال بلال اکبر ويلي،" د کوټې د برید کړۍ د افغانستان سره لګي".

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر خواجه اصف، د بهرنو چارو سېکترې تهمينه جنجوعه، چيف اف جنرال سټاف لفټننټ جنرال بلال اکبر، ډي جي اېم او مېجرجنرال ساحر شمشاد په دغه ناسته کې ګډون کړی دی.

خو دا نه دي ويل شوي چې د کومو بهرنو هېوادونو استازو ته دغه احوال تېر کړی شوی دی.

پاکستان په داسې حال کې د بهرنو ملکونو استازو ته د ترهګرۍ پرضد د خپلو اقداماتو احوال تېر کړی چې د امريکې لخوا په پاکستان فشار سېوا شوی چې په خپله خاوره د موجودو ترهګرو په ضد غوڅ عمليات وکړي خو پاکستان دريځ لري چې په خپله خاوره یې د ټولو ترهګرو پرضد بې طرفه عمليات کړي دي.

امريکې په وروستيو کې د پاکستان پوځي مرستې ځنډولي او دغه مرستې یې د افغان طالبانو او حقاني شبکې په ضد د غوڅو عملياتو سره مشروطې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG