لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو افغانستان ته د سامانونو وړو دپاره د ګوادر د لارې وړانديز کړی


د پاکستان چارواکو ويلي په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ موجودو نېټو ځواکونو وړانديز کړی چې د پاکستان د جنوب لويديځ بندر ګوادر د لارې افغانستان ته خپل سامانونه ورسوي.

ګوادر بندر افغانستان ته د سامانونو وړولو دپاره تر ټولو نزدې لار پرېووځي.

د سمندري چارو مرکزي وزير حاصل بزنجو ويلي د نېټو لخوا دغه وړانديز د ځايي او نړيوالو کاروباري شخصیتونو په يوه غونډه کې شوی دی.

حاصل بزنجو وي او ای ته ويلي نېټو په دغه پروژه کې په کار کولو کې ژوره دلچسپي لري.

افغانستان کې موجود امريکايي او نېټو ځواکونه د وړاندې نه د پاکستان د لارې خپل سامانونه وړي.

دا وخت د نېټو ځواکونو سامانونه د کراچۍ بندر ته راځي او د دغلته نه په ټرکونو کې د تورخم د لارې افغانستان ته وړل کيږي خو په دغه لار په ګاډو رسېدو کې نزدې يوه اوونۍ وخت لګي.

حاصل بزنجو وي او ای ته ويلي د نېټو چارواکي غواړي چې خپل سامانونه د ګوادر د بندر د لارې په لږ وخت کې کندهار ته ورسوي.

خو د پاکستان د حکومت لخوا په دغه اړوند کوم بيان مخې ته نه دی چې د ګوادر بندر نېټو ته ورکوي که نا.

چين د اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) پروژه کې د ګوادر پورې سړکونه جوړوي کوم چې د افغانستان کندهار صوبې سره نزدې تيږيږي، او په افغانستان کې جوړو پينځه ؤ امريکايي پوځي اډو کې یوه په کندهار کې هم ده.

د ګوادر نه يوه لار د چمن سره تړل شوې په کومه چې د ګوادر نه د سامانونو ټرکونه د ۲۴ ساعتو نه په کم وخت کې افغانستان ته رسېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG