لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي کوريا سره په مناسب وخت خبرې کېدی شي، ټرمپ


د امریکې صدر ډونلډ ټرمپ ويلي د شمالي کوریا سره په مناسب وخت خبرو کولو ته تيار دي.

صدر ټرمپ د چهارشنبې، شورو په ورځ د جنوبي کوريا صدر مون جايي ان سره په ټيلي فون خبرې کړي، او د " امریکا او د شمالي کوریا ترمنځ يې په مناسب وخت او سمو حالاتو کې د خبرو کولو څرګندونه کړې ده".

د صدر ټرمپ دغه څرګندونه سپينې ماڼۍ په يو بيان کې کړې ده.

سپينې ماڼۍ ویلي،" دواړو مشرانو د شمالی کوريا په ضد د فشار سېوا کولو د کمپاين دوامداره ساتلو په ارزښت ټينګار کړی دی".

د جنوبي کوريا د صدر مون دفتر دغه خبر اول ورکړی، کومې خبرې چې د شمالي او جنوري کوريا ترمنځ د دوه کالو نه د زیاتې مودې وروستو د خبرو اترو پس شوي دي.

د جنوبي کوريا د صدر دفتر ويلي چې صدر ټرمپ په خبرو کې په دې خبرې اتفاق کړی چې کله خبرې روانې وي کوم پوځي عمليات نه دي کول پکار.

د ټيليفوني خبرو نه وړاندې صدر ټرمپ د کابينې غونډې ته په وېنا کې ويلي مون د هغه کردار ستایلی د کوم له امله چې شمالي کوریا د خبرو مېز ته راغله.

ټرمپ ويلي، " مونږ چې څه کړي په هغو، دوي ډېر منندويه ؤ څنګه چې خبر راغلی چې دا زمونږ له امله شوي دي ....زمونږ د رویې پرته داسې ممکن نه وه".

ټرمپ د مثبتو نتيجو مخې ته راتلو هيله څرګند کړې ده، هغه ويلي " چاته مالومه ده چې خبره کوم اړخ ته ځي؟ هيله ده چې دا د نړۍ دپاره کامیابي وي نه يواځې د امريکا بلکې د ګردې نړۍ دپاره".

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG