لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:نښتو کې ۲۰ طالبان اؤ پینځه پولیس وژل شوي


چارواکي دافغانستان په ننګرهار اؤ کندوز ولایتونو کې دامنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمینځ نښتو کې لږ تر لږه ۲۰ طالبان اؤ پینځه پولیس وژل شوي دي .

دپاکستان سره په پوله پروت داافغانستان دختیز ولایت ننګرهار د خوږیاڼو اولسوالۍ اولسوال ښاغلي شمس الحق خبریالانو ته ویلي دافغانستان امنیتي ځواکونو تیره شپه دخوږګیانو سور ډاګ نومې سیمه کې دطالبانو په ضد عملیات کړي اؤ طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه دعوه وکړه چې په دغو عملیاتو کې د یو طالب قوماندان په ګډون ۲۰ جنګیالي وژل شوي .

طالب جنګیالو هم په خوږګیانو اولسوالۍ کې دشوؤ دغو عملیاتو پخلی کړی خو مطبوعاتو ته دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې ده چې ۱۳ عسکر یې وژلي دي.

افغان چارواکي عملیاتو کې دامنیتي عسکرو د وژل کیدو دعوه ردوي.

بل لوري ته دافغانستان خبري شبکه پژواک وایي چې دکندوز په دشت ارچي اولسوالۍ کې طالب وسله والو دپولیسو په یوه پوسته برید کړی اؤ پینځه پولیس یې وژلي دي.

دکندوز د پولیسو مشر عبدالحمید حمیدي وایي په دغه مهال پولیسو هم طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو دقیقه شمیره یې نه ده معلومه .

دافغانستان ګډو ځواکونو دامهال په بیلابیلو ولایتونو کې دطالب جنګیالو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد عملیات شروع کړي اؤ افغان چاروکي دعوه کوي چې په دغو عملیاتو کې حکومت مخالفه یاغیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان اولسمشر اشرف غني وایي دامهال دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې ترڅنګ ۲۱ ترهګرۍ ډلې په فعالیتونو بوختې دي اؤ افغان ځواکونه په مړانې سره ددغو ترهګرو ډلو مقابله کوي.

دافغانستان په یو شمیر سیمو کې دا مهال طالبانو په مهمو اولسوالیو اؤ سیمو قبضه کړې ده اؤ افغان چارواکي تورونه لګوي چې دغو طالب جنګیالو ته دپاکستان مرسته ترلاسه ده خو پاکستان دکابل دغه تورونه په سختۍ سره ردوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG