لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن: امریکایان دې د پاکستان حساسو سیمو ته له سفره ډډه وکړي


امریکا خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې که دپاکستان تګ اړتیا لري نو باید دخپل چاپیرچل دحالاتو څخه ځان خبر وساتي
امریکا خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې که دپاکستان تګ اړتیا لري نو باید دخپل چاپیرچل دحالاتو څخه ځان خبر وساتي

امریکا په پاکستان کې داحتمالي بریدونو له امله خپلو وګړو ته دخیبرپښتونخوا،قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان دسفر کولو نه د ډډې کولو وینا کړې ده .

دامریکا دبهرنیو چارو محکمې پخپل یو خبرداري کې ویلي چې ترهګر پاکستان کې د احتمالي بریدونو پلانونه جوړوي اؤ په دغسسې حال کې که کومو امریکایي وګړو پاکستان ته دسفر اراده کړي وي باید پخپل سفر سر دوباره غور وکړي.

دخبرداري په دغه بیان کې ویلي شوي دي چې ترهګر پرته له کوم خبرداري څخه په پاکستان کې دسیلګرۍ سیمې، دګاډو اډو، سوداګریزو مارکیټونو،پوځي اؤ غیر پوځي مقاماتو، هوایي اډو،تعلمیي ادارو، روغتونونو اؤ عبادتخانو باندې بریدونه کولی شي.

بیان کې ویل شوي چې دتیرو شپږو میاشتو په مهال دپاکستان بیله بیلو سیمو کې ۴۰ لویې ترهګریز بریدونه شوي چې پکې ۲۲۵ کسان وژل شوي اؤ ۴۷۵ ژوبل شوي.

امریکا وایي په دغو بریدونو کې زیاتره په بلوچستان،خیبرپښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو کې شوي دي.

امریکا خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې که دپاکستان تګ اړتیا لري نو باید دخپل چاپیرچل دحالاتو څخه ځان خبر وساتي اؤ که په پاکستان کې اولسي سیمو،هوټلونو یا سرکاري ادارو ته ورځي نو دغلته دې ډیر لږ وخت واخلي.

په پاکستن کې امریکایي سفارتخانې هم په دې وروستیو کې دسفر په هکله خپلو سپارښتنو کې امریکایي وګړو اؤ سفارتي عملې ته ویلي وؤ چې پاکستان کې دامنیت دخرابې وضعې له امله باید خپل تګ راتګ محدود وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG