لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:په حافظ سعید دملګرو ملتونو قدغنونه عملي کړل شوي


پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په بلوچستان ایالت کې دکیدونکې ترهګرۍ ترشا هند لاس لري
پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په بلوچستان ایالت کې دکیدونکې ترهګرۍ ترشا هند لاس لري

پاکستان ویلي دتندروه ډلې په مشر حافظ سعید چې ملګرو ملتونو کوم قدغنونه لګولي دهغې په اساس د هغه پنګې ګنګل کړل شوي اؤ چرته تګ راتګ ته نه پریښودل کیږي.

خو مطبوعات وایي چې اوس هم په پاکستان کې دترهګرې ډلې دمشر حافظ سعید پلویانو خپل فعالیتونه دوامداره ساتلي اؤ نه یوازې په لویو اؤ وړو ښارونو کې جلسې کوي بلکې دغو جلسو ته پخپله حافظ سعید هم دټیلي فون دلارې پاریدونکې ویناګانې کوي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل اوونیز مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې ویلي چې تیره ورځ پاکستان غیرملکي ډپلوماټان خارجه دفتر ته رابللي اؤ هغوئ ته یې دترهګرۍ په ضد جګړه کې دپاکستان لخوا داخستل شوؤ ګامونو په هکله احوال تیر کړی دی.

ویاند وویل دغو سفیرانو ته ویل شوي چې په دې وروستیو کې په کوټه کې کومې بمي چاودنې شوي دهغې ځېلې افغانستان ته غّیدلي اؤ پاکستان به کوټه کې دشوؤ چاودنو دپاره دافغانستان دخاورې داستعمال معامله افغان حکومت سره راپورته کوي.

پاکستاني چارواکي تورونه لګوي چې په بلوچستان ایالت کې دکیدونکې ترهګرۍ ترشا هند لاس لري اؤ دافغانستان استخباراتي شبکه هند سره دترهګرۍ په دغو پيښو کې مرسته کوي.

خو افغان حکومت دپاکستان دغه تورونه په کلکه ردوي اؤ وایي که پاکستان پاکستان دخپلو ادعاؤ دپخلي ثبوتونه لري نو هغه باید مخې ته راوړي.

دپاکستان لخوا په افغانستان اؤ هند د تورونو دغه لړۍ وروستو له هغې نوره هم چټک شوې چې په دې وورستیو کې امریکایي چارواکو په پاکستان یوازې له دې خاطره خپلې پوځي اؤ ‌دفاعي مرستې وتړلې چې پخپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي‌ ځالې ورکړي دي.

دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند وویل” پاکستان کې دهیڅ یوې ترهګرې ډلې مشران نشته اؤ که څوک په دې هکله معلومات لري نو مونږ ته دې یې راکړي پاکستان به پرته له امتیاز څخه ددغو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي”

خو په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال په دې وروستیو کې وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته ویلي وؤ چې حکومت یې پاکستان ته په دغه هیواد کې دموجودو ترهګرو نومونه ورکړي بلکې دهغوئ داستوګنې ځائیونه یې هم ورته په ګوته کړي دي.

خو مطبوعاتو ته د وینا په مهال دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند تور ولګولو چې دپاکستان ضد ترهګرې ډلې افغانستان کې فعالیتونه کوي اؤ پاکستان په دغو فعالیتونو سخت اندیښمن دی .

د یوې پوښتنې ځواب کې ویاند وویل دترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان تر ټولو زیاتې قربانۍ ورکړي دي اؤ د۲۰ؤ اربو ډالرو نه زیات نقصان یې شوی دی.

هغه ومنله چې چې امنیتي همکارۍ په اړه پاکستان امریکایي انتظامیې سره رابط کې دی خو ددغو تماسونو جذئیات له میډیا ته نه شي ښودلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG