لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان نجونه دنړۍ بیلابیلو هیوادونو ته په سائیکل زغلولو د سولې پیغام وړي


د افغانستان 'د سولې ځوانو سفیرانو ډلې' دیرشو نجونو، په دغه هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د بایسکل زغلولو سمبولیک حرکت پیل کړو.

د دغې ډلې مشرې کلثوم زهرا امریکا غږ آشنا ته وویل، د سولې د ځوانو سفیرانو په ډله کې له ټولو ولایتونو څخه ځوانان شامل دي او د دغو ځوانانو له شمیرې نن دیرشو تنو نجونو په کابل کې د بایسکل په زغلولو سره د خپل پروګرام پرانیسته وکړه.

هغې وویل "دا یو اوږدمهال پروګرام دی، د سولې د ځوانو سفیرانو ډله په څلورو برخو کې پروګرامونه لري، لومړی یې د سولې په لاره کې ګام ایښودل وو، چې نن د نجونو له خوا د بایسکل په زغلولو ترسره شو، ورپسې د قزاقستان سفر دی، هلته د ارزونې او سایکل زغلونې لپاره څلور تنه له افغانستان څخه اتوؤ هیوادونو ته سفر کوي، سایکل زغلوي او د سولې پيغام وړي".

دغه پروګرام چې 'د سولې په لاره کې ګام ایښودلو' په نوم پیل شوی، اصلي هدف یې په افغانستان کې د تلپاتې سولې پر اړتیا ټینګار او د سولې له بهیر څخه د کورني او بهرني ملاتړ راجلوبل ښودل شوی دی.

ټاکل شوې چې دغه سایکل زغلوونکي له قزاقستان وروسته، تاجکستان، ازبکستان، روسیه، بلاروس، جرمني، او په پای کې فرانسې ته سفر وکړي.

دوی به د خپل سفر پر مهال د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو په استازیتوب ټینګار وکړي، چې د افغانستان د جګړې اوږدیدل به نړیواله سوله له ګواښ سره مخ کړي.

دغه پروګرام چې د جنوري په یولسمه په کابل کې پيل شو، د روان عیسوي کال په وروستیو کې به په فرانسه کې پای ته روسیږي.

(د امریکا غږ اشنا په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG