لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ به په ايران لګېدلي بندېزونه نور سېوا کړي


څو خبري ادارو راپور ورکړی چې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ به په راتلونکو څو ساعتونو کې په ايران لګېدلي بندېزونه نور سېوا کړي او پورته کړی شوي بندېزونه به پرې بيا په ځای کړي.

راپورونه وايي د دغه ګام هدف د ايران حکومت دې ته اړ کول دي چې هغه په جوهري وسلو د تحقيق څخه لاس واخلي.

ټرمپ د پنجشبې، زيارت په ماښام د ايران په اړوند د خپلې ملي امنيتي ډلې سره ليدلي دي.

په قانوني توګه د انتظاميې دپاره ضروري ده چې هر ۹۰ ورځې وروستو د دې پخلی، تصديق وکړي چې ايا ايران د ۲۰۱۵م کال په هغه تړون عمل کوي چې د نړيوالې ورورولۍ سره يې کړی ؤ، په کوم کې چې ويل شوي وو ايران به خپل ايټمي پروګرام محدودوي.

د نوي تصديق يا پخلي نېټه د جمعې په ورځ ختميږي.

د اکتوبر په مياشت کې صدر ټرمپ ويلي ؤ ايران د کال ۲۰۱۵م په تړون په عمل کولو کې پاتې راغلی دی.

خو تراوسه پورې امریکا د ایران د توانايۍ په صنعت بندېزونه بيا د سره نه دي سېوا کړي کوم چې د وړاندې نه په ځای ؤ.

بې وطنه يا جلاوطنه ډله او د بشري حقونو دپاره فعال به د ټرمپ په دې پرېکړه د خفګان څرګندونه وکړي، کوم چې د يو داسې حکومت په ضد د سختو اقداماتو په تمه ناست دي چې په يو شمېر ايراني ښارونو کې د حکومت د مخالفه احتجاجونو پلوي دي.

د هغو تمې د داسې صدر نه ده څوک چې د ايران سره د جوهري تړون سخت ناقد پاتې شوی دی.

سپينه ماڼۍ کې د زيارت په ورځ خبريالانو سره په خبرو کې د وي او ای پوښتنې ته په ځواب کې د مالياتو وزیر اسټيومنوشن وويل چې د ټرمپ اقدامات به د ايران د حکومت په پام راړولو کې بريالی کیږي

XS
SM
MD
LG