لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبلوچستان دنوي وزیراعلی ټاکنه:دواکمن ګوند شپږ غړي مخالفې ډلې ته اوښتي


ټاکل شوې ده دبلوچستان دنوي وزیراعلی ټاکلو دپاره د اسمبلۍ غړي نن خپلې رایې ورکوي.
ټاکل شوې ده دبلوچستان دنوي وزیراعلی ټاکلو دپاره د اسمبلۍ غړي نن خپلې رایې ورکوي.

دبلوچستان د نوي وزیراعلي د ټاکنې دپاره د رائیو ورکولو عمل نن دخالي په ورځ پیل شوی چې پکې د دوؤ کاندیدانو دمسلم لیګ (ق) دعبدالقدوس بزنجو اؤ دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دسید لیاقت اغا ترمینځ مقابله کیږي

بلوچستان کې د واکمن ګوند اؤ پخواني وزیراعلی ثناء الله زهري په ضد دبې باورۍ تحریک مخې راوړونکو داسمبلۍ غړو څخه شپږو مسلم لیګي غړو پریکړه کړې ده چې دنوي وزیراعلي ټاکنه کې به خپلې رایې د مخالفې ډلې مسلم لیګ(ق) کاندید عبدالقدوس بزنجو ته ورکوي.

دپخواني وزیراعلی نواب ثناء الله زهري په ضد دبې باورۍ تحریک جمع کړل شوی ؤ چې دهغې له امله روانه اوونۍ زهري دخپل منصب نه استعفا ورکړې وه.

څیړونکي وایي دا مهال دبلوچستان دنوي وزیراعلی په توګه. مسلم لیګ (ق) ډلې عبدالقدوس بزنجو تر ټولو پیاوړی کاندید دی اؤ هغه د بلوچستان اسمبلۍ غړو سره پرله پسې تماسونه نیولي ترڅو د وزیراعلی په ټاکنه کې خپلې رایې هغه ته ورکړي.

له دې وړاندې د مسلم لیګ(ن) ډلې یو مهم مشر سردار یعقوب خان اعلان کړی ؤ چې دهغه ګوند به دنورو دوؤ سیاسي ګوندونو نیشنل پارټۍ اؤ پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سره په ګډه د اعلی وزارت چوکۍ ته خپل کاندید ودروي خو سرچینې وایي چې د مسلم لیګ(ن) داسمبلۍ شپږو غړو دکورنیو چارو پخواني وزیر عبدالقدوس بزنجو سره لیدنه کې هغه ته باور ورکړی چې خپلې رایې به هغه ته ورکوي.

دواکمن مسلم لیګ(ن) ګوند کومو غړو چې دمسلم لیګ(ق) کاندید ته دخپلو رائیو ورکولو باور ورکړی دهغوئ پیژندګلو د سردارمحمدناصر،اظهرحسین کهوسه،محمدخان لاشاري،ثمینه خان،انیتا خان اؤ کشور جټ په نومونو شوې ده.

څیړونکي وایي که چرې دمسلم لیګ(ن) دغه شپږ رایې عبدالقدوس بزنجو ته ورشي نو دهغه دملاتړو شمیره به ۱۹ؤ غړو ته ورسیږي اؤ دمسلم لیګ (ن) یوازې دوه غړي راحیله حمیدخان دراني اؤ ثناء الله زهري په میدان یوازې پاتې شوي دي.

نیشنل پارڼۍ د وړاندې څخه پریکړه کړې ده چې د اعلی وزارت دپاره کیدونکو ټاکنو کې به بې پلوه پاتې کیږي اؤ پښتونخوا ملي‌عوامي ګوند دوؤ غړو خپل کاغذونه د اعلي وزارت چوکۍ ته جمع کړي وؤ‌ چې هغې کې د عبدالرحیم زیارتوال په نوم کاندید خپل کاغذونه بیرته اخستي اؤ سید لیاقت اغا په میدان پاتې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG