لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی وزیراعلی غوره شوی


عدالقدوس بزنجو

دپاکستان مسلم لیګ(ق) ګوند سره تړاؤ لرونکی دبلوچستان اسمبلۍ غړی ښاغلی عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان ایالت نوی وزیراعلی ټاکل شو دی.

د وزیراعلي د ټاکنې دپاره د خالي په ورځ ووټونه شوي شي پکې د اسمبلۍ د ۶۵ غړو دجملې څخه عبدالقدوس بزنجو ۴۱ اؤ دهغه مخالف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند کاندید سیدلیاقت علي اغا ۱۳ ووټونه ترلاسه کړي دي.

روانه اوونۍ د بلوچستان پخوانی وزیراعلی ثناء الله زهري وروسته له هغې دخپل منصب څخه مستعفي شوی ؤ‌ چې داسمبلۍ ګڼ شمیر غړو دهغه په ضد دبې باورۍ تحریک جمع کړو.

دکال ۲۰۱۳م د عامو ټولټاکنو راپدیخوا د بلوچستان دوه اعلی وزیران عبدالمالک بلوچ اؤ ثناء الله زهري دخپلو چوکیو نه لري شوي‌ دي.

د وزیراعلي په منصب د بریالیتوب ترلاسه کولو وروسته عبدالقدوس بزنجو د نوي وزیراعلي په توګه لوړه کړې ده.

د نوي وزیراعلي تعلق د بلوچستان د وروسته پاتې سیمې اواران سره دی اؤ دهغه پلار میر عبدالمجید بزنجو هم په تیرو وختونو کې دبلوچستان اسمبلۍ ډپټي‌سپیکر پاتې شوی دی.

داسې راپورونه هم خواره شوي وؤ چې عبدالقدوس بزنجو ته د پخواني وزیراعلی د ګوند مسلم لیګ(ن) شپږو غړو هم خپلې رایې ورکړي دي

XS
SM
MD
LG