لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان د صدر ټرمپ د ليدنې "ترخې ګولۍ" خوړولو ته تيار دی


د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ايي) ګوند مشر عمران خان ويلي، د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ سره ليدنه به ورته د "ترخې ګولۍ" خوړلو په څېر وي خو که د روان کال په راتلونکو انتخاباتو کې وزيراعظم شو نو دغه کار به وکړي.

عمران خان په پاکستان کې د مذهبي تندلارو ډلو خواخوږی ګڼل کيږي.

د پي ټي ايي ګوند د خېبرپښتونخوا حکومت په کال ۲۰۱۶م کې د مولانا سميع الحق جامعه حقانيه مدرسې ته د ۳۰۰ملينه روپو مرستې ورکړې وې او په دغسې کولو د سختو نیوکو لاندې راغلی ؤ ځکه چې مولانا سميع الحق ځان د افغان طالبانو روحاني پلار يادوي.

د عمران خان د ګوند د خېبرپښتونخوا حکومت په يو وخت کې تندلارو طالب وسله والو ته د دفتر خلاصولو بلنه هم ورکړې وه،پخواني کرکټرباندې د تندلارو مذهبي ډلو سره د اړيکو تورونه لګي او د ترهګرۍ په اړوند د هغه د دريځ له امله نوموړي ته د هغه مخالفين "طالبان خان" وايي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه عمران خان ويلي هغه په امريکا کې د ۱۱/۹ د بريدونو وروستو په کال ۲۰۰۱ کې د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان د برخې جوړېدو مخالف ؤ.

هغه ويلي، "پاکستان د دې سره هیڅ کار نه لرلو" او زياته کړې يې ده هغه د امريکا سره د همکارۍ ملاتړ کولو خو د دې مخالف ؤ چې د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سيمه کې دې پوځ د خپلو خلکو پر ضد په ځمکه وکارول شي.

د امريکايي صدر ټرمپ د نوي کال د لمړنۍ ورځې ټويټ په اړه پوښتنې چې نوموړي پکې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې پاکستان ته (دروغ ويونکی او ټګي کوونکی) ويلي،عمران خان په ځواب کې ویلي صدر ټرمپ د امريکا په مشرۍ د اتحاد په افغانستان کې طالبانو ته په ماتې ورکولو کې په پاتې راتلو د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړي.

پخواني کرکټر ويلي که د ملک راتلونکی وزيراعظم جوړ شو صدر ټرمپ سره به خبرې وکړي، خو امريکا د ترهګرۍ پرضد جګړه او ترهګرو بريدونو کې د پاکستان د زرګونو ځواکونو او وګړو وژنې ته امريکا په درنه سترګه نه دي کتلي.

د پي ټي ايي مشر دا هم ويلي، امريکا د پاکستان سره کړې همکاري مناسبه نه وه.

عمران خان خان دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې صدر ټرمپ د جنورۍ په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې ويلي، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.

د ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو نيوکو زور اخستی پاکستان ته دوه مخی وايي او واشنګټن د اسلام اباد پوځي مرستې هم ځنډولې دي.

پېنټاګون ويلي د پاکستان نه غواړي چې د ترهګرو په ضد غوڅ عملیات وکړي.

امریکايي چارواکي وايي پاکستان کولی شي چې د ټولو ترهګرو په ضد په بې توپيره عملياتو کولو دا مرستې بيا ترلاسه کړي.

په پاکستان د سختو نيوکو په غبرګون کې اسلام اباد ويلي په خپله خاوره يې د ټولو ترهګرو په ضد يې بې توپيره عملیات کړي او هيڅ يوه ترهګره ډله د پاکستان په خاوره وجود نه لري.

اسلام اباد وايي امريکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان وراچوي.

XS
SM
MD
LG