لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي ځواکونو په ډزو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي


د پاکستان پوځ ويلي د هند او پاکستان ترمنځ د لانجمه کشمير په لاين اف کنټرول (اېل او سي) باندې د هندي ځواکونو په ناتاره ډزو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي خو هندي رسنيو د اووه پاکستاني سرتېرو د وژلو او څلورو ژوبلېدو ادعا کړې ده.

د پاکستان پوځ نن د دوشنبې، ګل په ورځ ادعا کړې چې په ځوابي ډزو کې درې هندي عسکر هم وژل شوي دي.

د پوځي بيان ترمخه د پاکستان پوځي سرتيري په لاين اف کنټرول باندې د جندروټ کوټلي په سېکټر مواصلاتي لاين باندې د رغونې په کار بوخت ؤ او په دغه مهال پرې ناڅاپه هندي ځواکونو ډزې کړي دي.

د پاکستان پوځ يې په کلکه ځواب کړی او د پاکستان دولتي رسنيو ويلي د هندي کشمير په باره مولا ضلع کې هم هندي ځواکونو پينځه تنه په ډزو وژلي دي.

خو هندي رسنۍ ټايمز اف انډيا په خپل راپور کې ويلي د پاکستان پوځ د شنبې، خالي په ورځ په اېل او سي باندې يو هندي عسکر وژلی او د هغې په بدل کې نن هندي پوځ د پاکستان اووه عسکر وژلي دي.

هندي رسنۍ په کشمیر کې د پوليس چارواکو له خلې ويلي په يوه بله پېښه کې يې د جېش محمد ډلې شپږ وسله وال وژلي دي.

د پاکستان د بهرنو چارو دفتر ويلي سږ کال په ورکنګ باؤنډرۍ او اېل او سي باندې هندي ځواکونو ۷۱ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده، او تېر کال د سرغړونو شمېره ۱۹۰۰ ځله يادوي.

او هندي رسنۍ وايي پاکستاني ځواکونو ۷۲۴ ځله د اوربند سرغړونه کړې ده.

د پاکستان او هند دواړو ځواکونو په کال ۲۰۰۳م کې د کشمير په وېشونکې پوله باندې د اوربند تړون کړی خو د هغې باوجود وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي او دواړه هېوادونه يې تور په يو بل لګوي.

په وروستيو کې د دواړو هېوادونو د پوځ لخوا د يو بل په ضد بيانونه هم مخې ته راغلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG