لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغداد: دوه ځانمرګو بريدونو کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي


د عراق پلازمينه بغداد کې نن د دوشنبې، ګل په ورځ دوه ځانمرګو د ګڼې ګوڼې په علاقه کې پرله پسې ځانونه الوزولي چې پکې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي دي.

د عراق د صحت محکمې او پوليس چارواکو بريدونو کې د رامينځ ته شوي ځاني زيان پخلی کړی دی.

يو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط مطبوعاتو ته ويلي دغو بريدګرو چې د طياران ښار په څلور لاري کې يې ځانونه الوزولي، په دغه وخت کارکونکي يا خواريکښ په ګڼ شمير کې دغلته راجمع وي او چاودنو لږ تر لږه ۱۰۵ تنان ژوبل کړي هم دي.

له دې وړاندې د صحت د وزارت وياند بريدونو کې د ۲۶ تنو وژل کيدو خبر ورکړې وو.

تر اوسه پورې د دغو بريدونو زمه واري لا چا نه ده منلې خو په تير وخت کې دغه ډول بريدونه زياتره داعش تند لارې ډلې ترسره کړي دي.

دغو چاودنو د بغداد خلک بوږنولي ځکه چې د بغداد او د ملک نورې زياتره برخې د داعش د تندلارو څخه پاکې کړی شوي او داسې بريدونه کم کړې شوي وو.

عراقي او امريکايي چارواکو خبردارې ورکړی د داعش تندلاري به دغه رقم بريدونه کوي که څه هم د عراقي پوځ او امريکا په

مشرۍ اتحاد په ګرد هېواد کې د داعش پرضد کاميابه عمليات ترسره کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG