لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکايانو د اولسي حقونو مبارز مارټن لوترکنګ ورځ نمانځلې


امريکايانو د دوشنبې، ګل په ورځ د مارټن لوتر کنګ ورځ نمانځلې څوک چې په امريکا کې د اولسي حقونو د غورځنګ د سرلوړۍ علامت دی او په دې خبره يې باور درلود چې د عدم تشدد په اصولو خپلولو غورځنګ کاميابېدی شي.

امريکايان هر کال د جنورۍ درېمه دوشنبه، ګل د اولسي حقونو د وژل شوي مبارز په ياد کې نمانځي.

کنګ د ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په لسيزه کې د امتیازي سلوک پرضد د عدم تشدد په اصولو ولاړ احتجاج کړی د کوم هدف چې تور پوستو ته د برابرۍ حقونه او د رايې ورکولو حق ترلاسه کول وو.

په دغه ورځ ټوله امريکا کې خلک د ټولنې د خدمتونو په پروسو کې راټوليږي او د نسل پرستۍ د خاتمې دپاره د کنګ نه ستړی کېدونکی زيار ستايي.

په کال ۱۹۹۴م کې د امريکې کانګرس دا ورځ د قامي خدمت د ورځې په توګه د نمانځلو او په دې ورځ يې د چهټۍ اعلان کړی ؤ.

صدر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ واشنګټن کې د مارټن لوترکنګ په ياد کې راجوړې يوې دستورې ته په وېنا کې کنګ ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي او د هغه د "انصاف او برابرۍ دپاره پُرامنه مبارزه" يې ستاېلې وه.

کنک د کال ۱۹۵۰ په لسيزه کې هغه وخت مخې ته راغلی چې کله نوموړي په الاباما رياست کې په بسونو کې د تور پوستو سره د امتيازي سلوک په ضد د غورځنګ د لارې غږ پورته کړو او بيا په بسونو کې د تور پوستو دپاره دځانله ناستې روايت د مينځه لاړو.

په اګست ۱۹۶۳ کې د برابرۍ د حقونو دپاره دغه مبارزه ټول ملک ته وغځېده او د پلازمينې واشنګټن پورې دوه نيم لاکه تور پوستو پُرامنه لاريون کړی ؤ، په دغه لاريون کې څوک ګرفتار کړی شوي نه وو.

د کنګ ياده وېنا "ايي هېو اې ډريم" [زما يو خوب دی يا زه يو ارمان لرم] د ملک جنوب پله د تور پوستو غورځنګ ؤ چې په ګرده امريکا کې يې د اولسي حقونو شکل اختیار کړی ؤ.

کنګ په يوه يادګاره خبره کې هيله څرګنده کړې وه، "یوه ورځ به راځي چې بې ګناه تور پوستي هلکان او جينکۍ به د کم عمره سپين پوستو هلکانو او جينکو سره د ورور او خور په حېث روغبړ کولی شي".

کنګ په دې خبر ؤ چې د اولسي حقونو د مبارزې کنجي عدم تشدد دی او احتجاجي مظاهرې دغه تګلارې ته اړتيا لري، هغه دغه لار د وسله وال تحریک په بدل کې کارولې وه.

کنګ به ويل د عدم تشدد په تعليماتو کې د هندد مهاتماګاندي نه متاثره دی.

مارټرلوتر کنګ ته د هغه په مبارزه په کال ۱۹۶۴کې د امن نوبېل جايزه ورکړی شوې او هغه بيا په کال ۱۹۶۸ کې د ۳۹ کلونو په عمر کې يو سپين پوستي په برید کې وژلی ؤ.

XS
SM
MD
LG