لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: نيوزي لېنډ پرله پسې په څلورم ځل پاکستان ته ماتې ورکړه


نيوزي لېنډ د پينځه سياليو په درېمه لوبه کې پاکستان ته په ۷۴ رنزونو، په دوېم کې په اته وکټو او په لمړۍ لوبه کې په ۶۱ رنزونو ماتې ورکړې وه.
نيوزي لېنډ د پينځه سياليو په درېمه لوبه کې پاکستان ته په ۷۴ رنزونو، په دوېم کې په اته وکټو او په لمړۍ لوبه کې په ۶۱ رنزونو ماتې ورکړې وه.

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې پرله پسې په څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ کې د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه، د پينځه يو ورځنو سيالو سيريز د وړاندې نه کوربه نيوزي لېنډ ګټلی دی.

د ننۍ يو ورځنۍ لوبې پچه، ټاس پاکستان ګټلی او لمړی بيټنګ يې کړی ؤ.

د پاکستان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې په اته لوبغاړو سوځېدو ۲۶۲ رنزونه جوړ کړي کوم چې د نيوزي لېنډ لوبډلې په پينځه لوبغاړو سوځېدو په ۴۶م اوور کې پوره کړه.

د پاکستان په بيټنګ کې يواځې درې لوبغاړو ښه لوبه کړې ده، محمدحفيظ ۸۱ رنزونه، فخرزمان ۵۴ رنزونه او حارث سهېل ۵۰ رنزونه جوړ کړه.

فهيم اشرف او حسن علي په يو يو، شعېب ملک په شپږ او بابراعظم په درېو رنزونو جوړولوکې کامياب شوی او شاداب خان هم شپږ رنزونه جوړ کړي دي.

د نيوزي لېنډ ټي جی سوتهي درې او وليمسن دوه پاکستاني لوبغاړي اؤټ کړي دي.

ځوابي بيټنګ کې د نيوزي لېنډ د ګرېنډهومي ۷۲ رنزونو، مُنرو د ۵۶ او نيکولس په ۵۲ رنزونو جوړولو سره ټاکلی هدف ترسره کړو.

پاکستاني بالرانو کې شاداب خان درې وکټې او رومان رئيس او حارث سهېل يو يو وکټ اخستي دي.

نيوزي لېنډ د پينځه سياليو په درېمه لوبه کې پاکستان ته په ۷۴ رنزونو، په دوېم کې په اته وکټو او په لمړۍ لوبه کې په ۶۱ رنزونو ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د سيريز پينځمه او وروستۍ لوبه په ۱۹م جنورۍ ټاکل شوې ده.

له دې وروستو به د دواړو لوبډلو ترمنځ درې ټي ټيونټي سيالۍ هم کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG