لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو سره غېر رسمي تماسونه دوام لري، خليلي


د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمدکریم خليلي ويلي چې د افغان دولت د مخالفه وسله والو سره يې غېر رسمي تماسونه دوام لري.

ښاغلي خليلي نن د سه شنبې، نهې په ورځ کابل کې د سولې په اړوند راجوړې يوې غونډې ته په وېنا کې دغه خبره کړې ده.

نوموړي دا خبره په داسې حال کې کړې چې په وروستيو کې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ په ترکي کې خبرې شوي دي.

د دغو خبرو په اړوند ارګ ويلي افغان دولت په رسمي ډول په دغو خبرو کې برخه نه ده اخستې او دغه رنګ د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد هم د ترکي په خبرو کې د رسمي ګډون کولو خبره رد کړې ده.

خليلي هم نن د ترکي د خبرو د نوم اخستو پرته ویلي،د دوي اوس هم اصلي هدف په پام کې دی او وسله والو مخالفينو سره تماس لري او حکومت سره په همغږۍ د خبرو دپاره د زمينې برابرولو هڅه کوي.

ترکي کې د طالبانو سره خبرو کوونکو کې د افغان صدر اشرف غني مشاور همايون جرير امريکا غږ سره په خبرو کې ويلي دوي د طالب استازو سره غېر رسمي خبري کړي او په دغه اړوند ښاغلی صدر خبر دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې د طالب مشرانو د شتون په اړه د څه ويلو نه ډډه کړې ده.

خو دا يې ويلي چې د طالب استازو "هيئت د ملا صېب هبت الله او ملا يعقوب او حقاني صېب او نور مهم مشرانو څخه يې اجازه اخستې".

خو بل لور ته د افغان صدر اشرف غني وياند شاه حسېن مرتضوي ويلي، دغه کسان چې په ترکي کې يې د طالبانو سره خبرې کړي د افغان دولت استازيتوب نه کوي.

مرتضوي دغه خبره په فېس بک ليکلې ده.

د افغان حکومت او د طالبانو تازه خبرې په داسې حال کې شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کونسل یو پلاوي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د افغانستان سفر کړی دی چې په دغه هېواد کې د امنیتي وضیعت جاج واخلي.

افغانستان کې د سولې په اړوند د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له دې وړاندې د پاکستان په کورب توب خبرې شوي او په دغه اړوند د افغانستان، پاکستان، امريکې او چين ترمنځ هم څو ځله خبرې شوي خو د دغو ټولو خبرو تراوسه پورې کومه ګټوره نتيجه مخې ته نه ده راغلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG