لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامریکا وتلې لوبغاړې سمون بائلز هم دخپلې جنسې زؤرونې حال وویلو


سمون بائلز

دامریکې د جمناسټک یا بدن ته دلچک ورکولو اؤ دانګ وهنې وتلې لوبغاړې سمون بائلز ویلي دامریکایي اولمپیکس لوبډلې پخواني ډاکټر لیري نسر هغه په جنسي توګه زؤرولې وه.

ډاکټر لیري ته تیره میاشت دامریکې یوې محکمې د ماشومانو د غیراخلاقي ویډیوګانو جوړولو په جرم کې د ۶۰ؤ کالو د بند سزا اورولې وه.

په ټوئټر خپل یو بیان کې د سرو زرو تمغه ګټونکې امریکایي لوبغاړې سمون بائلز ویلي دي هغه تر اوسه ځان سره په جنګ اخته وه چې ایا خپله کیسه دخلکو مینځ ته راوړي که نا؟

دغه شل کلنې اولمپیک اتلې ویلي” تاسو کې اکثره خلک ما د یوې خنده رویې، شوخې اؤ مستې جینۍ په توګه پیژني خو ما سره چې کومه پیښه شوې وه له هغې وروسته مې ځان ډیر مات ګڼلو، څومره چې مې دخپل غږ غلي کولو هڅه کوله همدومره په زوره به راته په زوره له دننه نه چغې راختلې اؤ اوس تاسو ته پخپله کیسه کولو هیڅ ویره نه محسوسوؤم”

سمون بائلز ویلي هغه هم د ډیرو هاغو خلکو له جملې څخه ده چې د لیري نسر د جنسي تیري څخه په ځان ژغورنه کې بریالي شوي.

په لیري نسر د ګڼ شمیر ماشومانو د غیراخلاقي فلمونو جوړؤلو ترڅنګ دامریکایي لوبغاړو په ګډون د۱۰۰ؤ نه زیاتو پیغلوټو جینګو دجنسي‌ زورؤنې تورونه لګولي .

دغه دکم عمر جینکو لوبغاړو کې دایلی زیزمین ، میک کیلا مرونی اؤ ګیبي ډګلس نومونه هم شامل دي چې وایي لیري‌ نسر په جنسي توګه زورولي دي.

۵۴ کلن ډاکټر نسر ته امریکايي محکمې د ماشومانو دغیراخلاقي فلمونو جوړؤلو ته د ۶۰ کالو دبند سزا اورولې ده خو د جنسي زورؤنې په یوه بله دوسیه کې هم هغه دعمري‌ بند په سزا محکوم کړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG