لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبان پخپل نوي کتاب کې د بې نظیر بوټو د وژنې کیسه کوي


دپاکستان دپخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د وژل کیدو لس کاله وروسته دپاکستاني طالبانو تحریک دهغې د وژنې پړه په غاړه اخستې اؤ پخپل په یو نوي خپور شوي کتاب کې دغه ټوله کیسه په تفصیل سره کړې چې طالبانو څوک د بې نظیر بوټو په وژنه پسې لیږلي وؤ اؤ هغه یې په کومه طریقه وژلې وه.

د۵۸۸پاڼو دغه کتاب چې په اردو ژبه په ۳۰م نومبر ۲۰۱۷ کې خپور شوی نوم ورته ورکړل شوی “انقلاب محسود، جنوبي وزیرستان د فرنګي راج څخه تر امریکایي سامراج “طالبان دعوه کوي چې دافغانستان ختیز ولایت پکتیکا څخه یې خپور کړی دی.

دکتاب مصنف ابو منصورعاصم مفتي نورولي محسود دی، رنګینه سرپاڼه لري چې پرې دطالبانو دپخواني مشر بیت الله محسود دعکس تر څنګ دپاکستان دپوځي افسرانو اؤ جنګي هیلي کاپټرو عکسونه لیدل کیږي.

د کتاب په دننه پاڼو کې هم د مهمو طالب مشرانو عکسونه ورکړل شوي اؤ ورسره پکې دترهګرۍ دهاغو پيښو جذئیات بیان شوي چې طالبان یې خپله لویه لاس ته راوړنه ګڼي.

په دغه کتاب کې د پاکستان دپخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د وژل کیدو دپیښې کیسه په داسې ډول بیانیږي چې طالبانو د هغې د وژنې مسولیت بلال نومي یو ځانمرګي اؤ دهغه ملګري اکرام الله ته سپارلې وه.

کتاب کې راغلي چې د طالبانو لیکو کې به بلال د سعید په نوم پیژندل کیدو اؤ سعید په ۲۷ دسمبر کال ۲۰۰۷م کې په بې نظیر بوټو وژونکی برید کړی ؤ.

“سعید دګڼې مینځ کې د بې نظیر بوټو خوا ته ځان ورنزدې کړو په هغې یې ډزې وکړې چې په یوه ګولۍ پکې هغه ولګیده اؤ بیا یې ځان پسې تړلي چاودیدونکي مواد والوځول، له دغه برید وروسته اکرام الله دپیښې له ځایه په وتلو بریالی شوی ؤ اؤ هغه تر ننه ژوندی دی”

طالبانو تر دې ویلي دي چې اکرام الله د جنوبي وزیرستان د مکین سیمې اوسیدونکی دی خو دا یې نه ده واضحه کړې چې ایا دا هم هاغه اکرام الله دی چې دپاکستان دترهګرۍ دمخنیوي یوې محکمې د طالبانو دپخواني مشر بیت الله محسود سره یوځایې مفرور ګرځولی دی؟

بیت الله محسود په کال ۲۰۰۹م کې په جنوبي وزیرستان کې د ډرون په یو برید کې وژل شوی ؤ.

په کتاب کې دا هم ویل شوي چې کله بې نظیر بوټو په اکتوبر ۲۰۰۷م کې د لندن نه هیواد ته راستنه شوه نو طالبانو هغه مهال هم غوښټل چې هغه ووژنې اؤ ددغه غرض دپاره یې کراچۍ کې د هغې دهرکلي په جلوس ځانمرګي برید هم کړی ؤ.

په دغه برید کې خواو شا ۱۴۰ کسان وژل شوي وؤ‌ خو پخپله بې نظیر بوټو ترې ژوندۍ وتلې وه.

کتاب کې لیکل شوي چې د بې نظیر بوټو له وژنې وروسته پلټنیزو شبکو د هغې د وژنې پړه په طالبانو واچوله خو بیت الله محسود په لمړیو کې دغه پیښه کې د طالبانو لاس لزنې نه انکار وکړو اؤ دریځ یې خپل کړو چې دبې نظیر بوټو د وژنې تر شا هم هاغه څوک لاس لري چې دهغې پلاز ذوالفقار علي بوټو اؤ ورور شاهنواز بوټو یې وژلي وؤ.

په دغه کتاب کې د پاکستاني طالبانو تاریخ، دهغوئ دترهګریزو پيښو،افغانستان کې دفعالیتونو،قبائیلي نظام، پاکستاني طالبانو کې دمحسود طالبانو دکردار اؤ کراچۍ کې دپولیو په ډلو دبریدونو په هکله تفصیلات شامل دي.

دپنینډۍ په لیاقت باغ کې په یو ځانمرګي برید کې دبې نظیر بوټو له وژنې وروسته دپاکستان استخباراتي شبکو دطالبانو په غږ ټیپ کړل شوی یو ټيلفوني کال هم په رسنیو خپور کړی ؤ چې پکې طالبانو دبې نظیر بوټو د وژنې په هکله خپلو کې خبرې کولې خو دیوې لسیزې تیریدو باوجود طالبانو یا بلې کومې تندروه ډلې دبې نظیر بوټو د وژنې پړه په غاړه نه وه اخستې .

XS
SM
MD
LG