لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان ۱۹کلنې لوبډلې د نړيوال کپ کوارټر فاينل کې ځای جوړ کړی


نيوزي لېنډ کې روان د کرکټ د ۱۹ کلنو نړيوال کپ په سياليو کې پاکستان او سري لنکا ته د ماتې ورکولو وروستو افغان لوبډلې کوارټر فاينل ته د رسېدو ځای جوړ کړی دی.

افغان لوبډله په دوېم ځل کوارټر فاينل ته رسېدلې ده، له دې وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې په متحده عرب اماراتو کې دې ځای ته رسېدلې خو په اخره کې يې د جنوبي افريقې نه ماتې خوړلې وه.

د کال ۲۰۱۶م د نړیوال کپ چې بنګله دېش کې شوی ؤ د هغو سياليو په پرتله روان نړیوال کپ کې د افغان لوبډلې کارکردګۍ ټول مخ بدل کړی دی.

د ۲۰۱۶م په سياليو کې هم افغان لوبډلې سره په ګروپ کې د پاکستان او سري لنکا لوبډلې يو ځای وې او په دغو دواړو لوبډلو يې سيالۍ بايللې وې.

خو دې ځل له افغان لوبډلې اول پاکستان ته او بيا سري لنکا ته ماتې ورکړه او کوارټر فاينل تلو ته يې لار جوړه کړه.

افغانستان به د روانو سياليو په ډي ګروپ کې درېمه او د ګروپ وروستۍ لوبه په ۲۰م جنورۍ ايرلېنډ سره کوي.

سري لنکا او پاکستان به راتلونکو لوبو کې د ګټې په صورت کې کوارټر فاينل کې افغانستان ته مخامخ کيږي.

پاکستان به خپله درېمه لوبه په ۱۹م جنورۍ د سري لنکا سره کوي، پاکستان خپله لمړۍ لوبه کې د افغانستان نه ماتې خوړلې او دوېمه کې يې ايرلېنډ ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG