د افغان طالبانو مشر ملاهبت الله اخونزاده په اجازه د طالبانو يو پلاوي روانه اوونۍ د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د ملي محاذ ګوند سره ليده کاته کړي او د افغان سولې د پروسې په اړوند يې خبرې کړي دي.
رويټرز خبري ادارې د دوه طالب مشرانو له خلې دغه راپور ورکړی دی.
راپور ويلي د اسلام اباد خبرې په ترکي د طالبانو او حزب اسلامي ډلې د ناستې وروستو شوي دي.
د افغانستان حکومت او طالبانو په رسمي ډول نه خو د اسلام اباد د خبرو پخلی کړی او نه يې د ترکي د خبرو تاييد کړی ؤ.
خو د افغان صدر اشرف غني سلاکار همايون جرير چې د ترکي په خبرو کې ګډون درلود ویلي يې اشرف غني په دې ناسته خبر ؤ او طالب استازو د ملاهبت الله، ملايعقوب او حقاني څخه اجازه اخستې وه.
د طالبانو دوه مشرانو د نوم نه ښکاره کولو په شرط ويلي ملاهبت الله د اسلام اباد د خبرو اجازه ورکړې وه چې افغانستان کې ۱۶ کلنې جګړه ختمه شي او سولې خبرې مخ په وړاندې لاړې شي.
د راپور ترمخه باوري خيال کيږي چې د طالبانو مشر ملاهبت الله په پاکستان کې پټ دی.
د ملاهبت الله نه وړاندې د افغان طالبانو مشر ملامنصور د کال ۲۰۱۶م د مئي د میاشتې په ۲۱م نېټه د پاکستان بلوچستان صوبه کې امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی ؤ.
افغان چارواکو د ملاعمر د مړينې په اړوند هم ويلي ؤ چې هغه د پاکستان په يو روغتون کې مړ شوی ؤ.
په اسلام اباد کې د طالب استازو او ملي محاذ د خبرو په اړوند پاکستاني چارواکو هم څه نه دي ويلي.
خو دغه راپور په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په وروستيو کې پاکستان د امريکې لخوا د سختو نيوکو او فشار سره مخ دی.
د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په لمړۍ نېټه خپل ټويټ کې ويلي ؤ، پاکستان په تېر ۱۵ کاله موده کې د امريکا نه ۳۳ اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې تل دروغ ويلي او ټګي يې کړې ده او په خپله خاوره يې ترهګرساتلي دي.
امريکا او افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.
د ټرمپ د ټويټ وروستو په پاکستان د امريکايي چارواکو نيوکو زور اخستی پاکستان ته يې دوه مخی ويلي او بيا واشنګټن د اسلام اباد ۹۰۰ملينه ډالره پوځي مرستې هم ځنډولي دي.
امريکا ويلي د پاکستان پوځي مرستې يې د افغان طالبانو حقاني شبکې په ضد د عملياتو نه کولو په سر ودرولي دي، دغه رنګ د پاکستان سره د پوځي مرستو په لړ کې د نورو يو ارب ډالرو ځنډېدو هم ويل کيږي.
پرون د چهارشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نيکې هيلې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، "دوي (افغان حکومت) مطمئن دی چې طالبان به د خبرو مېز ته راشي، خو دوي زمونږ نه غوښتي چې په پاکستان نور فشار سېوا کړي چې د خبرو مېز ته راشي او خپله رويه بدله کړي".
هيلې دغه خبره د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د يو پلاوي د کابل د سفر نه بيرته په ستنېدو کړې ده.
امريکا او افغانستان وړاندې هم په پاکستان ټينګار کړی چې طالبان د افغان حکومت سره د سولې خبرو مېز ته راوستو کې خپل رول ولوبوي خو پاکستان ويلي افغان طالبانو باندې اوس ډېر اثر نه لري.
امريکا او افغانستان د اوږدې مودې نه په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي چې حقاني شبکې او طالبانو ته يې په خپله خاوره پناه ورکړې او دغه تندلاري د پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې ترهګري کوي،خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي.