لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسمبلۍ غړي:عمران خان په پارلیمان نه ، په ځان لعنت ویلی


په پاکستان کې د یوې سیاسي ډلې تحریک انصاف دمشر عمران خان لخوا په پارلیمان د لعنت ویلو نه وروسته دپارلیمان غړي سخت قهریدلي اؤ دعمران خان په ضد یې دغندنې قرارداد منظور کړی دی.

دپارلیمان غړو ویلي دکوم پارلیمان چې عمران خان پخپله غړی دی په هغې لعنت ویلو سره عمران خان په ځان پخپله لعنت ویلی دی.

تیره ورځ لاهور کې دپاکستان عوامي تحریک دیوې احتجاجي جلسې ته خپله وینا کې عمران خان ویلي وؤ لعنت دې وي په هاغه پارلیمان چې مجرم یې د ګوند مشر جوړ کړی دی.

دهغه ددغه څرګندؤنو په ضد نن دزیارت په ورځ قامي اسمبلۍ کې سخت غبرګون مخې ته راغلی اؤ دمخالفو ډلو مشر خورشید شاه ویلي” عمران خان د ادارو سپکاوي ته لاس اچولی چې دا ډیره دافسوس خبره ده.

هغه وویل “مونږ دحکومت ناکامۍ دپارلیمان غاړې ته اچوؤ، هغه خبرې مې په خوله نه راځي چې پرون شوي ،خو دهر هغه سړي خوله له خاورو ډکه شه چې داسې لفظونه پرې وایي”

هغه عمران خان ته په اشارې سره وویل “د ۲۰ کروړه عوامو نه یې لیوني جوړ کړی ،ایا ته پارلیمان تړل اؤ امر راوستل غواړې؟ “

دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف ویلي چې دحکومت په کارونو نیوکه کیدلی شي خو ادارو ته کنځلې کول پریوتی عمل دی.

هغه وویل تحریک انصاف په ۲۰۱۴م کال کې هم دپارلیمان نه استعفاګانې ورکړې وې خو بیا په څلوري همدې پارلیمان ته واپس راغلل.

دپیپلز ګوند غړي اعجاز جاکهراني وویل عمران پخپله هم ددې پارلیمان غړی دی اؤ هغه په ځان لعنت ویلی دی .

په دغه موقعه داسمبلۍ غړو د عمران خان په ضد اسمبلۍ دسپکاوي دتحریک مخې ته راوړلو غوښتنه هم وکړه چې له هغې وروسته دمملکت وزیر ښاغلي بیلیغ الرحمان دعمران خان په ضد دغندنې قرارداد پارلیمان ته وړاندې کړو .

دغندني په منظور کړل شوي قرارداد کې دعمران خان اؤ‌ شیخ رشید لخوا دپارلیمان په ضد د څرګندونو غندنه شوې ده.

خو. بل لوري ته عمران خان پخپل یو تازه توئټ کې ویلي چې لعنت ډیر وړوکی یا نرم لفظ دی اؤ که څوک پرې نیوکه لري نو هغوئ دې اولس نه پوښتنه وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG