لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:بریدونو کې دپولیو دمخنیوي دوه کارمندانې اؤ دوه پولیس وژل شوي


دپاکستان دبلوچستان ایالت سرښار کوټه کې دپولییو دمخنیوي په ډله اؤ امنیتي ځواکونو بریدونو کې دپولیو دمخنیوي د دوؤ ښځینه کارمندانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

د کوټې دپولیسو مشر ښاغلي نصیب الله وائس اف امریکه ته ویلي چې دپولیو دمخنیوي په ډله ډزې د شالکوټ په سیمه کې په موټر سائیکل سورو نامعلومو وسله والو کړي.

هغه په دغه پیښه کې د دوؤ میرمنو د وژنې پخلی وکړو اؤ دسیمې څخه سرچینې وایي چې وژل شوې دواړه میرمنې خپلو کې مور اؤ لور دي.

د ډزو نه وروسته ترهګر په تیښته بریالي شوی اؤ دپولیسو مشر وایي چې دنیولو دپاره یې کوټلې هڅې روانې دي.

تر دې مهاله هیڅ یوې ډلې ددغه پیښې پړه په غاړه نه ده اخستې .

بل لوري ته د کوټې په ډبل شاه روډ وسله والو په پولیس عسکرو ډزې کړي چې دوه عسکر پکې وژل شوي اؤ یو سخت ژوبل شوی .

ایس ایس پي نصیب الله ویلي چې په پيښه کې د ژوبل شوي عسکر حالت هم مرګونی دی.

له دې دوه ورځې وړاندې هم ددغه سیمې سره نزدې په رئیساني روډ نامعلومو وسله والو په ډزو یو پولیس عسکر وژلی ؤ.

په کوئټه کې له دې وړاندې هم دپولیو دمخنیوي په ډلو اؤ پولیسو دغسې بریدونه شوي چې پکې ګڼ شمیر پولیسو اؤ دپولییو دمخنیوي کارمندان خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

په ۱۳مه جنورۍ کال ۲۰۱۶م کې د کوټې په سټیلائټ ټاون کې د پولیو دمخنیوي دیو مرکز ترڅنګ بمي چاودنه کې ۱۴ کسان وژل شوي اؤ د ۱۰ؤ نه زیات ژوبل شوي وؤ.

پاکستان دنړۍ په هاغو کم شمیر هیوادونو کې شامل دی چې پکې تر اوسه د پولیو وائرس شته اؤ نړیواله ټولنه پاکستان نه د پولیو د ختمولو په هڅو ټینګار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG