لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملاله د جوړیدونکي فلم "ګل مکئ "شوټنګ کشمیر کې شروع شوی


په فلم ګل مکئ کې دملاله یوسفزئ رول  دهند د ټي وي ډرامو پیغلوټې هنرمنده ریما شیخ  ترسره کوي
په فلم ګل مکئ کې دملاله یوسفزئ رول  دهند د ټي وي ډرامو پیغلوټې هنرمنده ریما شیخ  ترسره کوي

دنوبل جائزه ګټونکې پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ په ژوند هندوستان کې د جوړیدونکي فلم” ګل مکئ” شوټنګ دهند د ولقې لاندې کشمیر کې پیل شوی اؤ ټاکل شوې ده دغه فلم به د روان کال جون کې نندارې ته وړاندې شي.

په فلم ګل مکئ کې دملاله یوسفزئ رول دهند د ټي وي ډرامو پیغلوټې هنرمنده ریما شیخ ترسره کوي.

ګل مکئ دملاله یوسفزئ هاغه قلمي نوم ؤ چې ددغه نامې لاندې به یې کال ۲۰۱۲م کې دسوات څخه بي بي سي دپاره خپله ډائري لیکله.

دغه فلم چې دامجدخان د هدایاتو په اساس جوړیږي پکې په سوات کې دطالبانو غلبه، دجینکو سکولونه تړل کیدل، په دغسې لمبه حالاتو کې بیا دماشومې ملالې لخوا خپله ډائرۍ کې د جینکو په سبق ټینګار کول، دطالبانو لخوا هغه په سر ویشتل، دملالۍ بیا رغیدل اؤ په ټوله نړۍ کې د تعلیم اؤ شعور خورولو هڅې ښودل کیږي.

ګل مکئ فلم کې د ریما شیخ تر څنګ مکیش رشي، ابهنیو سنګهـ، اؤ اعجاز خان هم خپل فني صلاحیتونه ښایي خو ددې ترڅنګ پکې د کشمیر د۱۵۰ څخه زیات هنرمندان هم کار کوي.

هندي ورځپاڼې هندوستان ټائمز لیکلي چې د فلم ګل مکئ شوټنګ د کشمیر په ګلمرګ،سونامرګ اؤ ډل جهیل کې شوی اؤ په کنګن نومې کلي کې به هم په لسو ورځو کې ددغه فلم شوټنګ سرته ورسیږي.

د شل کلنې ملالې یوسفزئ تعلق دخیبرپښتونخوا د سوات سیمې سره دی اؤ په هغې په نهم اکتوبر کال۲۰۱۲م کې طالبانو هاغه مهال یو وژونکی برید کړی ؤ چې عمر یې یوازې ۱۲ کاله ؤ.

په دغه برید کې ملاله یوسفزئ په سر په ګولۍ لګیدلې وه چې وروسته د علاج دپاره لندن ته یوړل شوه اؤ اوس په لندن کې دخپلو زده کړو ترڅنګ د بشري حقونو دپاره په نړیوال کچ مبارزه کوي.

هغه د نړۍ تر ټولو کم عمره پیغله ده چې دنوبیل امن جائزه یې ګټلې ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG