لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باس: د ترهګرو په ځپلو کې له پاکستانه مختلفې تمې لرو


په کابل کې د امریکې نوي سفیر جان باس
په کابل کې د امریکې نوي سفیر جان باس

په افغانستان کې د امریکې نوي سفیر جان باس وایي، د هغو ترهګرو د ځپلو په برخه کې د پاکستان د ارادې په اړه مختلفې تمې لري، چې د دې هېواد خاوره د پټو پناه ځایونو په توګه کاروي او په أفغانستان کې بریدونه پلانوي

جان.آر.باس په کابل کې د امریکې په سفارت کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې د ورځې بحث به د افغانستان او امریکې له حکومتونو سره په دې هېواد کې د روانو حالاتو په پوهېدو کې لا مرسته وکړي

ښاغلی باس وایي، دا خبره سپینه ده چې امریکه نور د پاکستان دغه سلوک نه شي زغملای او دا باید بدل شي:

"زموږ د دفاع وزیر جېمز مېتس له پاکستاني چارواکو سره پرله پسې خبرې وکړې، چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یوه مناسبه لاره ولټوي"

د امریکې سفیر د داعش ډلې په اړه کلک غبرګون وښود، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ د لویو پېښو او ځانمرګو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته. جان باس وویل له داعش ډلې سره د روغې جوړې او سولې هیڅ لاره نه شته:

"یواځینۍ لاره دا ده، چې په ضد یې کلک ګامونه واخیستل شي او د جګړې په ډګر کې یا و وژل شي او یا نیول شي او نور دا توان ونه لري، چې د ترهګرۍ بریدونه وکړي".

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګيلاوروف د چارشنبې په ورځ وویل، چې حکومت یې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د امن په اړه د خبرو اترو بنیاد برابر کړی دی. د امریکې سفیر جان باس د روس دا اعلان وستایه:

"د مسکو له خوا د مذاکراتو مثبتې نخښې ستایو، خو زه فکر کوم دا هم د ارزښت وړ خبره ده چې د امن خبرې باید پخپله د افغانانو له خوا پیل شي، موږ به ګورو چې څنګه یې ملاتړ کولای شو"

ښاغلی باس وایي د افغانستان پر استقلال باور لري او په دې نظر دی چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پخلاینې او سولې هر بهیر باید د افغانانو خپل وي او د دوی له لوري پیل شي.

د امریکایي سفیر باس په وینا دوی د هر هغه چا هڅې ستایي، چې د امن د خبرو اترو ملاتړ کوي او په دې برخه کې رغوونکی نقش تر سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG