لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حافظ سعيد محاکمه کول پکار دي، امريکا


د امريکې د بهرنو چارو وزارت ويلي چې امريکا حافظ سعيد " ترهګر ګڼي څوک چې د بهرنۍ ترهګرې ډلې برخه دی".

د بهرنو چارو وزارت هېدرنوئرټ د پنجشنبې، زيارت په ورځ مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي دوي "ګڼي چې هغه (حافظ سعيد) د ۲۰۰۸م کال د ممبۍ بريدونو مرکزي کردار دی په کومه پېښه کې چې يو شمېر خلک وژل شوي چې امريکايان هم پکې شامل دي".

هغې ويلي،" داسې راپورونه مو ليدلي چې پکې ويل شوي د پاکستان حکومت د حافظ سعيد په ضد کومه مقدمه نه ده درج کړې".

نوئرټ ویلي،"مونږ د پاکستان سره په دغه اړوند خپل تحفظات او اندېښنې په ډاګيز ډول شريکې کړي او زمونږ په خيال د ده په ضد قانوني لار خپلول پکار دي".

هغې دا هم وويل چې پاکستان هغه (حافظ سعید) څو ورځې وروستو د نظربندۍ نه خوشی کړو او مونږ وايو چې هغه محاکمه کړی شي.

امريکې تېر کال د نومبر په مياشت کې د حافظ سعيد د نظربندۍ نه په خوشي کولو پاکستان ته خبرداری ورکړی ؤ چې هغه محاکمه کړي کنه د پاکستان سره به یې په داسې نه کولو اړیکې خرابې شي.

د بهرنو چارو د وزارت ویاندې ويلي د ملګرو ملتونو امنيتي شورا هغه د ۱۲۶۷ کسانو په نوملړ کې شامل کړی کومه چې د القاعده د بندېزونو لګولو کميټي ده او هغه د لشکرطيبه ډلې سره تړاؤ لري کوم چې بهرنی نړيوال ترهګرتنظيم ګرځول شوی دی.

پاکستان سره د اړيکو په اړوند وياندې ويلي د پاکستان د حکومت سره اړيکې ترينګلې شوي خو هيله يې څرګنده کړې چې د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره به پاکستان ډېر کار وکړي.

هغې زياته کړې د پاکستان دپاره د امريکا دريځ په ډاګه دی او څو اوونۍ وړاندې يې د پاکستان د پوځي مرستو ځنډولو اعلان هم کړی دی.

امريکې د حافظ سعيد د قانون منګولو ته راوستو دپاره په خبر ورکولو د يو کروړ ډالرو انعام هم اېښودی ؤ.

حافظ سعيد د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن مشر دی او دغه دواړه تنظيمونه د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا کمېټۍ او امريکې ترهګرې ډلې ګرځولې دي.

هند تور لګوي چې د ممبۍ بريدونه د حافظ سعيد په مشرۍ لشکر طيبه ډلې کړي وو.

هند د پاکستان نه د حافظ سيعد په ضد د کارروایۍ غوښتنه کوي خو پاکستان وايي د هغه پرضد دې ورته کلک شواهد ورکړي.

د ممبۍ په ترهګرو بريدونو کې د شپږو امريکايانو په ګډون ۱۶۶ تنه وژل شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG