لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار نه پلټنې شوي دي


راؤ انوار
راؤ انوار

کراچۍ کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید اؤ سوؤنو نورو خلکو دپولیس په جعلې مقابلو کې په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار نه د نقیب مسید د وژنې په هکله پلټنې شوي دي.

دمحکمې نه پشي شا د نقیب مسید دپولیس په لاس د وژنې په ضد ګرد هیواد کې احتجاجونه پیل شوي اؤ راؤ انوار ته دسزا ورکولو غوښتنې کیږي خو راؤ انوار بیاهم پخپل تور ټینګ ولاړ دی اؤ وایي نقیب مسید ترهګرو سره لاره لرله.

دجنوبي وزیرستان ایجنسۍ سره تعلق لرونکی ۲۱ کلک نقیب مسید په ۳مه جنورۍ پولیسو دکراچۍ نه نیولی ؤ اؤ تیره اوونۍ یې مړی موندل شوی ؤ.

دکراچۍ د ملير ضلعې د پولیسو یو مشر راؤ انوار دعوه کړې وه چې نقیب مسید د دریوؤ نورو ترهګرو تر څنګ پولیسو سره یوه مقابله کې وژل شوی خو دنقیب مسید کورنۍ اؤ ملګرو ویلي پولیسو په دریمه جنورۍ هغه دیو هوټل نه بوتلی اؤ بیا وژلی دی.

دنقیب مسید ددغه وژنې په ضد دزیارت په ورځ په ټول پاکستان کې سخت احتجاجونه شوي ؤ اؤ په سوشل میډیا هم یو منظم کمپائن چلیدلی چې له هغې وروسته په سندهـ صوبه کې دواکمنې پییپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو دخپل ګوندحکومت ته دهغه د وژنو دپلټنو امر کړی ؤ.

دبلاول بوټو په امر دسندهـ دپولیسو دمشر ای ډي خواجه لخوا ددغه پيښې دپلټنو دپاره د پولیسو د دریوؤ لوړ پوړو افسرانو یوه کمیټي جوړه کړل شوې چې دجمعې په ورځ دغه کمیټې د نقیب مسید په بېګناه وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار نه پلټنې کړي دي

راؤ انوار باندې له دې وړاندې هم د سوؤنو بېګناه خلکو د پولیس نقلي مقابلو کې د وژنې تورونه لګول شوي اؤ سرچینې وایي هغه دومره طاقتور اؤ‌ سفارشي پولیس افسر دی چې هیچا یې هم سترګه نه سوزي.

دجمعې په ورځ دپلټنو په مهال راؤ انوار دغه کمیټې ته هم خپل هاغه تورونه تکرار کړي چې دنقیب مسید د وژنې وروسته یې په هغه لګولي وؤ.

کمیټۍ ته د مخامخ کیدو نه وړاندې خبریالانو سره خبرو کې راؤ انوار ویلي هغه ثبوتونه لري چې نقیب مسید دطالبانو سړی ؤ اؤ په ګڼ شمیر وژنو کې ککړ ؤ.

خو دجمعې په ورځ شوؤ احتجاجونو کې تر ټولو ستره نیوکه په راؤ انوار دا شوې وه چې که هغه د نقیب مسید په ضد ثبوتونه لرل نو پکار وه چې نقیب مسید یې له نیولو وروسته محکمې ته وړاندې کړی وی اؤ خپل دغه ثبوتونه یې هم محکمې ته ښودلي وؤ ، ځکه چې سزا ورکول دپولیس نه بلکې دمحکمې مسولیت دی.

دپولیسو دغه تورن مشر چې دپلټنو کمیټۍ ته د نقیب مسید په ضد کوم ثبوتونه ورکړي سرچینې وایي کمیټۍ دهغې دبیلابیلو اړخونو څخه جاج اخلي‌ اؤ ددې ترڅنګ دغه کمیټه د نقیب مسید کراچۍ کې د استوګنې نه وروسته معلومات هم راټولوي.

د نقیب مسید د وژنې په ضد شوؤ احتجاجونو کې په دپولیسو په دغه کمیټۍ هم سختې نیوکې شوي اؤ مظاهره چیانو دریځ خپل کړی ؤ چې هر کله نقیب مسید پولیسو وژلی نو بیا یې د پولیسو په لاس د وژنو پلټنې ولې کیږي.

دمدنی ټولنې اؤ سیاسي ګوندونو لخوا دهغه د وژنې دعدالتي پلټنو غوښتنه شوې ده.

خو دپلټنو دکمیټۍ غړي ډي ایي‌جي سلطان خواجه مطبوعاتو ته ویلي چې د نقیب د وژنې به بې پلوه پلټنې کیږي اؤ هر څوک چې په دغه هکله معلومات لري پولیس سره خپل بیان قلمبند کولی شي.

هغه ویلي چې دنقیب کورنۍ ته هم ویل شوي چې دپیښې په اړوند کمیټي دخپل دریځ نه خبر کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG