لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دپینځوؤ یو ورځنیو سیالیو سیریز هم په نیوزیلنډ وبائللو


دنیوزي لینډ دکرکټ لوبډلې د یو ورځنۍ سیالیو په پینځمه لوبه کې دپاکستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو دغه سیریز دپاکستان نه ګټلی دی.

له دې وړاندې دپینځوؤ یو ورځنیو لوبو په دغه سیالیو کې په لمړۍ لوبه کې نیوزي لینډ پاکستان ته په ۶۱ منډو، دوهمه کې په اتوؤ وکتو، دریمه کې په ۱۸۳ منډو اؤ څلورمه لویه کې په پینځوؤ وکتو ماتې ورکړې وه

دپاکستان اؤ نیوزي لینډ ترمینځ دویلنګټن بیسن ریزرو لوبغالي کې دپینځوؤ میچونو په وروستۍ لوبه کې نیوزي لینډ په ۵۰ؤ اوورنو کې د اوؤ وکتو په تاوان پاکستان ته د ۲۷۲ رنزونو هدف ورکړی ؤ.

په وروستي لوبه کې دنیوزي لینډ مارټن ګپټل ۱۰۰،روس ټیلر ۵۹،کولن منرو ۳۴،کین ولیمسن ۲۲،ټام لیتهم ۲، هنري نکولسن یوه اؤ مچل سینټنر هم یوه منډه جوړه کړه.

دپاکستان لخوا روما رئیس درې، فهیم اشرف دوه اؤ عامریامین یوه وکټه ترلاسه کړې ده.

دپاکستان لخوا د توپ وهنې پیل فخرزمان اؤ عمرامین کړی ؤ چې دواړو کومه خاص لوبه ونکړی شوه اؤ په ګډه په ۱۹ منډو جوړؤلو دغه دواړه لوبغاړي وسوزیدل.

بابر اعظم هم یوازې د ۱۰ؤ منډو په جوړولو بریالی شو اؤ دغسې چې کله دپاکستان ټولې منډې ۵۷ ته رسیدلې نو نیمه لوبډله یې سوزیدلې وه.

محمد حفیظ شپږ اؤ کپتان سرفراز احمد یوازې درې منډې جوړې کړې خو حارث اؤ‌شاداب خان په ګډه د۱۰۵ؤ مڼډو په جوړلو سره دپاکستان حوصله یو څه لوړه کړې وه.

حارث سهیل په ۶۳ اؤ شاداب خان په ۵۴ منډو جوړولو وسوزیدل،

په دغه روستۍ لوبه کې دپاکستان ټولو لوبغاړو د۴۹ؤ اوورونو په لوبولو ۲۵۶ منډې جوړې کړي اؤ د لوبو دغه لړۍ ترې نیوز لینډ ګټلې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG