لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دبلخ کړکیچ:صلاح الدین رباني د م.م دامنیت شورا ننۍ غونډه کې برخه نه اخلي


ټاکل شوې ده افغانستان کې د روان وضعیت په اړوند د ملګرو ملتونو دامنیت‌ شورا ځانګړې غونډه نن کیږي خو په دغه غونډه کې د افغانستان دبهرنیو چارو وزیر داولسمشر دماڼۍ اؤ دبلخ دپخواني والي عطاء محمد نور ترمینځ دپیدا شوي کړکیچ له امله ګډون نه کوي.

دافغانستان جمعیت اسلامي ګوند پسې دتړاؤ لرونکی استفقا اولسمشر اشرف غني منلې اؤ دهغه پځایې یې انجنئیر داؤ د بلخ نوی والي ټاکلی خو پخوانی والي نوي والي ته د واک سپارلو نه انکار کوي اؤ وایي هغه تر دې دمه دبلخ والي دی.

دامریکا مرستیال صدر مائیک پنس اورمه ورځ افغان اولسمشر اشرف غني سره په ټیلي فوني اړیکه کې له هغه غوښتې وؤ چې بلخ کې د واک سپارنې عمل باید په سوله ایز ډول ترسره شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې دسیاسي کرکیچونو ترڅنګ دامنیت وضعه هم تر زیاته حده خرابه شوې ده چې په دغه وضعیت د بحث اؤ غور دپاره نن د جمعې په ورځ دملګرو ملتونو دامنیت شورا ځانګړې غونډه کیږي.

دافغانستان خبري اژانس پژواک د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند دمرستیال ضبغت الله احمدي له خولې ویلي چې په ننۍ غونډه کې به دافغانستان په وضعیت دغور تر څنګ دافغانستان دسولې پروسه کې دمنځنۍ اسیاء دهیوادونو په رول خبرې اترې هم وشي.

دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویلي ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې به د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی صلاح الدین رباني برخه واخلي خو دافغانستان دځینو کورنیو ستونزو له امله اوس هغه دغه غونډې ته نه ځي اؤ پر ځایې به یې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی دافغانستان استازیتوب وکړي.

دبهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشري پغاړه لري اؤ څیړونکي وایي چې دغه ګوند پسې تړاؤ لرونکي د بلخ دپخواني والي عطا محمد نور اؤ‌ اولمسمشرۍ دماڼۍ تر مینځ دپیدا شوي سیاسي کړکیچ له امله صلاح الدین رباني هم دحکومت نه مرور دی اؤ خپلو دولتي ذمه وارو نه یې ځان په نااعلانه ډول پشا کړی دی.

XS
SM
MD
LG