لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان پوځ دافغان پولې ترڅنګ دطالبانو دایف ایم راډیو ټاور تباه کړی


سرچینې وایي دپاکستان امنیتي ځواکونو دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې ترڅنګ د عمر ایف ایم په نوم د تندلارو د یو راډیو ستنه یا ټاور ویشتلی اؤ تباه کړی اؤ ددغه راډیو دخپرونو مخه یې نیولې ده.

په دې وروستیو کې داسې ګڼ شمیر راپورونه مخې ته راغلي چې داعش اؤ طالبان دافغانستان اؤ پاکستان دپولې دواړو غاړو ته دایف ایم راډیو ګانو له لارې خلکو ته خپله دتشدد ډکه مفکوره رسوي اؤ دهغوئ تندلاریتوب ته د تشویقولو هڅې کوي.

دعمر په نوم دغه ایف ایم راډیو چې دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله یې په محدوده پیمانه خپرولې کولې پوځي سرچینې وایي د دوتوئي په سیمه کې یې ستنه دپاکساني پوځ په ډزو تباه کړل شوې ده چې له هغې وروسته ددغه راډیو خپرونې بندې شوي دي.

دوتوئي دجنوبي وزیرستان یوه هواره سیمه ده خو ډیوه راډیو چې کله په دغه سیمه کې د ایف ایم راډیو دستنې دتباه کیدو دپخلي هڅه وکړه نو ازادو سرچینو په دغه سیمه کې دداسې کومې پیښې څخه په بشپړ ډول بې خبري وښودله

دایف ایم راډیو څخه په پاکستان کې لمړی دسوات طالبانو استفاده کوله اؤ وروستو بیا په قبائیلي سیمو جنوبي اؤ‌ شمالي وزیرستان، باجوړ،خیبراؤ مهمند ایجنسۍ کې هم وخت په وخت طالبانو په ایف راډګانو نه یوازې خپلې پروپیګنډې خپرولې بلکې ددغو سیمو ځوانان به یې جنګونو ته هم راپارؤل.

دطالبانو نه وروسته په دې وروستیو کې داسې راپورونه هم مخې ته راغلي وؤ‌ چې ترهګرې ډلې داعش هم دپاکستان سره په پوله پروت ننګرهار ولایت کې خپله ایف راډیو دخلافت راډیو په نوم فعاله کړې ده اؤ دهغې دلارې دسیمې خلکو ته ددولت اؤ بهرنیو ځواکونو په ضد د جنګیدو بلنې ورکوي.

دداعش ددغه راډیو خپرونې حتی دننګرهار په سرښار جلال اباد کې هم په واضحه ډول اوریدل کیدې اؤ دننګرهار د ولایتي شورا یو غړي ذبیح الله زمري مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې په دغو خپرونو کې زیاتره د حکومت په ضد اؤ‌ دداعش په حق کې تبلیغات کیږي.

د ایف ایم راډیو ګانو ترڅنګ دا مهال تندروه اؤ ترهګرې ډلې دسوشل میډیا له لارې هم په منظمه توګه فعالیتونه کوي اؤ په ځوان کهول کې د خپلې تندروه مفکورې خپرؤلو یوه موقعه هم دلاسه نه ورکوي.

دتیر اګست په میاشت کې پاکستاني طالبانو دښځو جګړو ته راپارؤلو دپاره د سنت خؤلا په نوم خپله یوه انلاین مجله هم خپره کړې وه.

دسیمې دسیاسي چارو څیړونکی پروفيسر خادم حسين چې دمذهبي تندلاریتوب په بابله یې یو کتاب هم لیکلی وایي چې سوشل میډیا دتندلارو په لاسونو کې يوه موثره آله ده،

ډیوه راډیو ته ښاغلي خادم حسین ویلي چې تندروه ډلې غواړي خپل فکر په ځوان کهول ور وټپي اؤ‌ دې دپاره ورسره تر ټولو اسانه لاره ایف ایم راډیو ګانې اؤ ټولنیزې رسنۍ دي.

څیړونکو خبردارى ورکړى چې پاکستان ته دځوانانو په انلاین بڼه تندلاریتوب ته دمايله کیدو خطره له دې امله پېښه ده چې په زيات شمير کې ابادي يې دځوانانو ده اؤ دتندروۍ دمخنيوي بيانيه پکې شتون نه لري.

XS
SM
MD
LG