لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان ۱۹ کلنو ته ايرلېنډ يواځې په څلورو رنزونو ماتې ورکړه


د ۱۹ کلنو نړیوال کرکټ کپ په روانو سيالو کې د افغانستان لوبډلې ته د ايرلېنډ لوبډلې يواځې په څلورو رنزونو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه، ټاس افغانستان ګټلی او ايرلېنډ ته يې لمړی بيټنګ ورکړی ؤ.

ايرلېنډ لمړی بيټنګ کې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې په اته لوبغاړو سوځېدو ۲۲۵ رنزونه جوړ کړي وو.

په ځواب کې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۵۰ م اوور کې په ۲۲۱ رنزونو اؤټ شو.

د افغانستان په بيټنګ کې بهيرشاه ۳۴ او طارق ستانکزۍ ۳۳ رنزونه جوړ کړه، نوين الحق په ۲۵ او نثاروحدت په ۲۳ رنزونو اؤټ شو.

د افغانستان لوبغاړي پرله پسې اؤټ شو لمړی وکټ د کپتان رحمان الله ګربز په شپږم اوور کې په مجموعي ۱۹ رنزونو اؤټ شوی، دوېم په ۴۷، درېم په ۹۳، څلورم په ۱۰۰، پينځم په ۱۳۴، شپږم په ۱۵۵، اووم په ۱۷۷، اتم په ۱۹۶، نهم په ۲۱۷ او لسم په ۲۱۱ مجموعي رنزونو اؤټ شو.

د ايرلېنډ په لوبغاړو کې کېډېني، ۷۳، ټېکټر ۳۶، راک ۳۵ او ګرېسې ۳۲ رنزونه جوړ کړي وو.

د يادې ډلې په دوېم وکټ او پينځم وکټ زیات رنزونه جوړ شوي وو.

افغان بالرانو کې وفادار او قېص احمد درې، درې لوبغاړي سوځولي او مجيب او وقارالاسحاق په يو يو وکټ اخستو کې بريالي شوي دي.

د نړيوال کپ په روانو سيالو کې په ډي ګروپ کې شاملو لوبډلو کې افغانستان په خپلو لمړو دوه لوبو کې پاکستان او سري لنکا ته ماتې ورکړې وه.

د افغانستان لوبډله د وړاندې نه کوارټرفاينل ته رسېدلې وه.

پاکستان په درېو لوبو کې دوه ګټلي او يو بايللی ؤ او سيمې ته د رسېدو لار يې جوړ کړې ده. سري لنکا په درېو لوبو کې يوه ګټلې دوه بايللې دي. ايرلېنډ يواځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

په ګروپ سي کې شاملو لوبډلو کې انګلېند درې، بنګله دېش دوه او کېنېډا یوه لوبه ګټلې ده.

په ګروپ بي کې هند درې، اسټريليا دوه او زمبابوی په يوه لوبه کې بريا ترلاسه کړې ده.

د نړيوال کپ د کواټر فاينلو لړۍ به د ۲۲م جنورۍ څخه پېل کيږي. په درېمه فرورۍ فاينل ټاکل شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG