لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دافغانان کډوالو ستنولو په نوم امریکا نه نوي مرستې غوښتي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال ویلي که چرې امریکا په پاکستان دتورونو لګولو نه لاس واخلي اؤ په دغه هیواد کې دمیشته دریوؤ میلیونو افغان کډوالو په درناوي بیرته خپل هیواد ته لیږلو دپاره پاکستان ته مرستې ورکړي نو پاکستان بیا پخپله خاوره دترهګرو دنشتوالی ضمانت ورکولی شي.

خبریالانو سره خبرو کې دکورنیو چارو وزیر ویلي افغانستان کې د جنګ له امله امریکا پاکستان دستونزو دلدل ته غورځولی خو اوس پخایې ددې چې واشنګټن په اسلام اباد تورونه ولګوي غوره به داوي چې پاکستان ته مرستې ورکړي ترڅو پاکستان ۳۰ لکه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ولیږي.

دافغان کډوالو دبیرته لیږلو په نوم امریکا نه دنوؤ مرستو دا غوښتنه پاکستان وروستو له هغې کړې چې روانه میاشت کې واشنګټن په اسلام اباد خپلې ټولې امنیتي اؤ نظامي مرستې وتړلې اؤ دپاکستان څخه یې وغوښتل چې پخپله خاوره دحقاني شبکې اؤ نورو ترهګرو ډلو دپټو ځالو په ضد ګامونه واخلي .

دپاکستان چارواکي دترهګرو مسله پخپل هیواد کې دمیشت افغان کډوالو سره تړي اؤ وایي په دیرشو لکو کډوالو کې ساز اؤ غل نه شي‌ پیژندلی .

ښاغلي احسن اقبال وویل “مونږ نه دې څوک دا هیلهې نه کوي چې د درېوؤ میلیونو کډوالو په جاج اخستو ووایو په دوئ کې څوک سم اؤ څوک ترهګر دی”

هغه وویل امریکا اؤ پاکستان که په یو بل تورونه لګوي نو ګټې به یې ترهګرو ته رسی

پاکستان پریکړه کړې چې د روانې میاشتې دپایې څخه به دهاغو ۱۴لکو افغان کډوالو په ویستلو ګوتې پورې کړي چې پاکستان کې په غیرقانوني ډول میشت دي.

افغان چارواکو دپاکستان نه غوښتنه کړې چې دکډوالو دمسلې نه باید سیاسي مسله نه جوړوي اؤ پخپله خاوره کې میشت افغان کډوالو ته دې وطن ته دبیرته تګ دپاره دیو کال مهلت ورکړي خو پاکستان دافغانستان دغه غوښتنه رد کړې ده

Recommended

XS
SM
MD
LG