لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نيوزي لېنډ د ټي ـ ټيونټۍ په لمړۍ سيالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه


د نيوزي او پاکستان ترمنځ د درېو ۲۰ اووريزو (ټي ټيونټي) سياليو په لمړۍ لوبه کې نيوزي پاکستان ته په اووه وکټو ماتې ورکړه.

له دې وړاندې نيوزي لېنډ ـ پاکستان ته په پينځه يو ورځنو لوبو کې په پينځه ـ صفر سره ماتې ورکړې وه.

د ننۍ ټي ټيونټۍ لوبې پچه، ټاس نيوزي لېنډ ګټلی او پاکستان ته يې بيټنګ ورکړی ؤ.

د پاکستان ټول لوبغاړي په ۲۰م اوور کې په ۱۰۵ رنزونو اؤټ شو.

د پاکستان په لوبغاړو کې يواځې بابراعظم زیات ۴۱ رنزونه او حسن علي بيا ۲۳ رنزونه جوړ کړه، په پاتې لوبغاړو کې عمرامين او شاداب خان په صفر اؤټ شوي، پاتې لوبغاړو کې فخرزمان په ۳، محمدنواز په ۷، حارث سهېل او کپتان سرفرازاحمد په ۹، ۹ رنزونو اؤټ شو.

د نیوزي لېنډ رېنس او سوتهي د پاکستان درې، درې لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د نيوزي لېنډ بېټسمېنانو په ۱۶م اوور کې ټاکلی هدف په درېو لوبغاړو سوځېدو پوره کړو.

مُنرو ۴۹، بريوس۲۶ او ټېلر ۲۲ رنزونه جوړ کړه.

پاکستانو بالرانو کې نعمان رئيس دوه او شاداب په يو وکټ اخستو کې کامياب شو.

د دواړو لوبډلو دوېمه سيالي په ۲۵م جنورۍ او درېمه په ۲۸م ټاکل شوې ده.

XS
SM
MD
LG