لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ترکي په شام کې په کردانو د بريدونو وړاندې امريکا خبر کړې وه، مېټس


د امريکا د دفاع وزير جېم مېټس

د امريکې د دفاع وزیر جېم مېټس ويلي ترکي د شام په شمالي برخه کې د امريکا اتحادي کرد ملېشه باندې د هوايي بريدونو وړاندې امريکا خبر کړې وه.

مېټس د يکشنبې، اتوار په ورځ ورځ خبريالانو ته وويل، "دوي (ترکي) مونږ ته خبر راکړی ؤ چې دوي هوايي بريدونه کولو پله ځي".

ترکي د شنبې، خالي په ورځ د شام شمال پله د ترکي پولې سره جوخت د عفرين ښار چې کرد ملېشې په ولقه کې دی بمباري پېل کړې ده.

ترکي دغه عمليات د دې دپاره پېل کړي چې د کرد پيپلز پروټېکشن څانګې يا وايي جي پي د سيمې څخه اوباسي.

مېټس ويلي د ترکي او امريکا لوړ پوړو چارواکو په ټيليفون خبرې شوي خو د دې خبرې کولو څخه يې ډډه کړې چې امريکا به د ترکي هوايي بريدونو مخالفت دوامداره ساتي.

مېټس زياته کړې "مونږ په دغه اړوند چمتو يُو او زمونږ مشرتابه په دې باندې خبرې کوي مونږ لګيا يُو په دې کار کوو".

وايي جي پي د داعش په ضد جګړه کې د امريکا مهم همکار دی.

خو ترکي دريځ لري چې وايي پي جي يوه ترهګره ډله ده او د کرد بېلتون خوښو سره يې اړيکې دي او ترکي په تېر وخت کې هم وايي جي پي ته د امريکا په امداد سخت غبرګون ښودلی دی.

د امريکې د بهرنو چارو محکمې وياندې هېدرنوئرټ ويلي امريکا په ترکي ټينګار کړی چې خپل پوځي عمليات محدود وساتي او عام اولس اغېزمن نه کړي.

د ترکي پوځ ته په دغو عملياتو کې د فري سیرين ارمي د جنګيالو مرسته هم ترلاسه ده چاته چې ترکې مرستې ورکوي.

د وايي جي پي ویاند بېرسک هساکا تور لګولی دی چې د ترکي توپ خانې او هوايي ځواک په پوله پرتو سيمو بمبارۍ کوي او د عفري ښار په شمال او لویديځ کې د ترک پوځي دستو او جنګيالو ترمنځ سخته جګړه روانه ده .

د ترکي يوې خبري ادارې د وزيراعظم بن يلدرم له قوله ويلي چې د دې پوځي عملياتو هدف د شام د ترکي سره په پوله ۳۰ کلوميټره علاقه باندې یوه خوندي علاقه جوړول دي چې د کرد جنګيالي د ترکي د پولې څخه لرې وساتي.

د روس د بهرنو چارو وزير ویلي ترکی دغه عمليات په شام کې د امريکا د يواړخیزه د اقداماتو په ترڅ کې کړي دي.

XS
SM
MD
LG