لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راؤ انوار هیواد نه دتیښتې هڅه ناکام، اي سي ایل کې یې دنوم اچولو امر


راؤ انوار
راؤ انوار

دپاکستان په ستره محکمه کې په کراچۍ کې دپولیسو په لاس د وژل شوي پښتون زلمي نقیب د دوسیې لمړۍ اوریدنه شوې اؤ دسترې محکمې مشر قاضي دنقیب په وژنه د تورن پولیس افسر راؤ انوار دنوم په اي سي ایل کې د اچولو امر کړی دی.

بل لوري ته میډیا وایي چې د راؤ انوار دهیواد نه دتښتیدو هڅه شنډه کړل شوې اؤ هغه تیره شپه د دوبۍ ته دتګ په موخه د اسلام اباد دهوایي ډګر نه بیرته ستون کړل شوی دی.

نقيب الله محسود په ۱۳م جنورۍ د کراچۍ ملير ضلعې په شاه لطيف ټاؤن سيمه کې د پوليس په يوه مقابله کې سره د درې نورو تنو وژل شوی او پوليس ادعا کړې وه چې په مقابله کې يې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره تعلق لرونکي مشکوک ترهګر وژلي دي.

خو په ټول پاکستان کې دنقیب محسود د وژنې په ضد احتجاجونه شوي اؤ په هغه ترهګرو سره دتړاؤ تورونه یې رد کړي .

دپاکستان سترې محکمې پخپله دنقیب محسود دپولیس مقابله کې د وژل کیدو دپیښې نوټس اخستی اؤ نن دمحکمې دمشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار په مشرۍ دمحکمې درې کسیزې ‌ډلې په لمړي ځل ددغه پيښۍ جذئیات اوریدلي.

د دوسیې اوریدنې په مهال سترې محکمې دکورنیو چارو وزارت ته امرکړی چې دملیر دپولیسو دپخواني مشر راؤ انوار نوم په ایګزټ کنټرول لسټ کې شامل کړي تر څو هغه دهیواد نه دباندې ونه اوځي.

سترې محکمې په ۲۷مه جنورۍ ددغه دوسیې بلې اوریدنې ته د راؤ انوار په شخصي توګه د حاضریدو امر هم کړی اؤ ددې تر څنګ یې د سندهـ صوبې دپولیسو مشر اؤ د پلټنو دکمیټې غړي هم رابللي دي.

په عین حال کې په پاکستاني میډیا داسې راپورونه خپاره شوي چې د دوشنبې اؤ سه شبنې په مینځ شپه د نقیب محسود په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار د هیواد نه دوبۍ ته دتښیتې هڅه کوله خو په هوایي ډګر یې ایف ایي ای مخه نیولې ده.

راپورونه وایي راؤ انور غوښتل د اسلام اباد هوایي ډګر څخه دیوې شخصي هوایي کمپنۍ په الوتکه ۶۱۵ کې دوبۍ ته لاړ شي خو دایف ایي ای ځواکونو یې مخه نیولې ده.

دپاکستان یو ټي وي چینل ایکسپریس نیوز د ایف ایي ای د ډائریکټر شکیل دراني له خولې ویلي چې راؤ انوار سره د سندهـ حکومت این او سي یا اجازت نامه نه وه ځکه هیواد نه دباندې وتلو ته نه دی پریښودل شوی.

خو راؤ انوار د هیواد نه د وتلو خبرونه رد کړي اؤ ویلي یې دي هغه نه خو هیواد نه د وتلو هڅه کړې ده اؤ نه چا نیولی دی .

هغه ویلي بچي یې په دوبۍ کې میشت دي اؤ هلته د تګ څخه یې هیڅوک نه شي منعې کولی

په ټولنیزو رسنیو هم د راؤ انوار داسې یو انځور خپور شوی چې هغه پکې په ساده جامو کې په هوایي ډګر د ایف ایي د یو افسر سره په خبرو لیدل کیږي.

خو دا نه ده معلومه چې ایا دغه عکس په رښتیا هم د بیګانۍ شپې دی اؤ که زوړ؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG