لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اېچ ار سي پي په چارسده کې د کالج د پرنسپل په وژنه غصه څرګنده کړې


پاکستان کې د بشري حقونو سازمان اېچ ار اسي پي په چارسده کې د زدکوونکي د لاسه د مذهب د سپکاوي په شک د پرنسپل په وژنه باندې غم او غصه څرګنده کړې ده.

د دوشنبې، ګل په ورځ د چارسدې په شبقدر سيمه کې د شخصي (اسلاميه کالج) پرنسپل سريراحمد د دولسم ټولګي زدکوونکي فهيم په ډزو وژلی ؤ.

د کالج زده کوونکو ویلي ؤ، د پرنسپل په وژنه تورن فهیم په اسلام اباد کې د حکومت په ضد د لبیک یا رسول الله تحریک په احتجاجي ناسته کې برخه اخیستې وه او له کالجه غیرحاضر ؤ پرنسپل بیا زدکوونکی په غېرحاضرۍ رټلی ؤ.

اېچ ار سي پي ويلي، " دغه وژنه هم بله شرمناکه يادونه کوي چې څومره اسانه ده چې د مذهب د سپکاوي موجوده قانون د شخصي شکايتونو دپاره وکارول شي، د مذهب سپکاوی اوس هم ستره حساسه مسله ده چې د وژنې نه وړاندې پکې تورونه هيڅ ثبوت ته اړتيا نه لري".

د بشري حقونو سازمان په خپل بيان کې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي زدکوونکي مشال خان يادګېرنه کړې چې د دغه پېښې وروستو په ملکي کچه غوښتنه شوې وه چې د مذهب د سپکاوي په قانون کې دې بدلون وشي.

خو اېچ ار سي پي د افسوس څرګندونه کړې چې د دغه ډول پېښو نه هيڅ سبق وانخستی شو او واکمنو د دغه راز پېښو د مخنيوي دپاره هيڅ اقدامات ونکړه.

مشال خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د مذهب د سپکاوي په تور د پوهنتون د زدکوونکو په ګډون ګڼو خلکو په تشدد وژلی ؤ خو وروستو په پلټنو کې هغه بې ګناه ثابت کړی شوی ؤ.

سازمان په شبقدر کې د رامنځته شوې پېښې په اړوند ويلي، " دا پېښه يو اړخ ته په ټولنه کې د بې زغمۍ پخلی کوي او بل اړخ ته د واکمنو بې حسي په ګوته کوي چې د تندروۍ د ننګونو مخه ونيسي".

پاکستان کې وخت په وخت د بشري حقونو ترڅنګ مدني فعال دا غږ پورته کوي چې د مذهب د سپکاوي قانون اکثره خلک د خپلو شخصي تاؤ تريخوالي دپاره ناسم کاروي او غوښتنه کوي چې بايد په دې کې بدلون وشي.

د پاکستان په پارلمان کې هم په دې مسله خبرې کيږي خو زياتره قانون ساز پرې د بحث کولو څخه ډډه کوي ځکه سخت دريځه مذهبي ډلې ټینګار کوي چې په دې قانون کې دې هیڅ ډول بدلونه ونکړی شي.

XS
SM
MD
LG