لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد: د "سېو دې چلډرن" په دفتر ډله ييز بريد شوی


د افغانستان ختیځې صوبې ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په بهرنۍ مرستندویه موسسې "سېو دې چلډرن" په دفتر وسله وال ډله ييز بريد کې تر دې مهاله د دوؤ کسانو د وژنې اؤ ۲۲ نورو د ژوبل کیدو اطلاعات مخې ته راغلي دي.

د ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوږياڼي ویلي بريدګر د پوځ په جامه کې راغلي او په ودانۍ يې بريد کړی دی.

چارواکو ويلي امنيتي ځواکونو (کمانډوزو) د ودانۍ دوه چتونه خالي کړي او دوه بريدګر وژل شوي هم دي.

د بريدګرو کره شمېره نه ده مالومه خو عينې شاهدينو ويلي د څلورو نه شپږو پورې وسله والو دغه بريد کړی دی.

ځايي رسنۍ وايي د برید وروستو په ودانۍ کې اور هم لګېدلی او د ماسپښين پورې د بريد کوونکو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې دوام درلود.

له دې وړاندې مالومات

چارواکو ويلي نن د چهارشنبې، شورو په سهار يو ځانمرګي د دفتر په مرکزي دروازه ځان ته چاؤدنه ورکړې او بيا نور وسله وال دفتر ته ننوتي دي، د وسله والوبريدګرو سره د امنيتي ځواکونو نښته دوام لري.

د صحت د محکمې چارواکو ویلي د برید د ځای نه ۱۱ ژوبل تنه وړل شوي دي.

چارواکي وايي دا لا نه ده مالومه چې دفتر کې دغه وخت څوک موجود وو.

د بريد زمه واري هم لا چا نه ده منلې او طالبانو ويلي بريد دوي نه دی کړی.

"سېو دې چلډرن" نومې غېر دولتي نړيواله اداره ده چې د ماشومانو د حقونو او ماشومانو د مرستو دپاره پرمخ تلونکو هېوادونو کې کار کوي.

جلال اباد کې دغه بريد په داسې حال کې شوی چې د شنبې، خالي په شپه کابل کې په انټر کانټننټل هوټل باندې بريد شوی چې د ۱۳ ساعتو پورې روان ؤ او په دغه بريد کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۲۲ وژل شوی چې امريکايان هم پکې شامل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG