لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د۱۹ کلنو جنوبي افريقې ته ماتې، سيمې فاينل ته ورسېده


د کرکټ د نړیوال کونسل د ۱۹ کلنو ورلډکپ په روانو سيالو کې د پاکستان لوبډلې د جنوبي افريقې لوبډلې ته په درې وکټو ماتې ورکړه او سيمې فاينل ته ورسېده.

د لوبې پچه، ټاس د پاکستان کپتان ګټلی او لمړی بالينګ يې اخستی ؤ.

د جنوبي افريقې لوبډلې په نهه لوبغاړو سوځېدوپه ټاکلو ۵۰ اوورونو کې ۱۸۹ رنزونه جوړ کړه.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې په ۴۸م اوور کې ټاکلی هدف په اووه لوبغاړو سوځېدو ترلاسه کړو.

د پاکستان علي زرياب ۷۴ رنزونه جوړ کړه او د لوبې په ګټه کې يې مهم رول ترسره کړو.

د جنوبي افريقې وېنډل مېکوېټ په ۶۵ بالونو ۶۰ رنزونه جوړ کړي وو.

د پاکستان محمدموسی درې او شاهين افريدي دوه افريقايي لوبغاړي سوځولي وو.

سبا په ۲۵م جنورۍ د افغانستان لوبډله کوارټر فاينل کې د نيوزي لېنډ لوبډلې ته مخامخ کيږي.

XS
SM
MD
LG