لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دجنسي تیري وروسته ماشومانې جینکۍ پیریانو وژلي"


ملزم عمران
ملزم عمران

دپاکستان دپنجاب ایالت په قصور ښار کې په یوه اووه کلنې ماشومې جینۍ دجنسي تیري کولو وروسته د هغې د وژلو په تور نیول شوي تن عمران پولیسو ته ویلي هغه به پخپله خوښه ماشومانۍ جینکۍ نه وژلې بلکې پیریان به پرې راتلل اؤ هغوئ به پرې دغه جینکۍ وژلې

د روانې میاشتې په نهمه نیټه قصور کې په یو ډیران د یوې وړې ماشومې زینب مړی موندل شوی ؤ چې وروستو د پلټنو نه معلومه شوه په دغه ماشومې جنسي تیری شوی دی.

تیره ورځ دپنجاب صوبې وزیراعلي شهاز شریف اعلان وکړو چې ددغه ماشومې قاتل یې نیولی دی خو له دې وړاندې په قصور کې نورې اووه ماشومانې جینکۍ هم په ورته ډول وژل شوې وې اؤ پولیس وایي دزینب وژنه کې دنیول شوي شخص د ډي این ای راپور څخه معلومه شوې ده چې دا ټولې جینکۍ هم دې تن وژلي دي.

پولیس وایي نیول شوي عمران ورته د پلټنو په مهال ویلي چې هغه به کله ماشومه باندې جنسي تیر ی وکړو نو بیا به یې ووژله اؤ په کوم خالی پلاټ یا ډیران کې به یې دهغې مړی وغورځولو خو دغه تن ورسره دا هم وایي چې دا هر څه هغه نه بلکې پیریانو کول.

پولیس داهم وایي چې ۲۴ کلن عمران په پخپله علاقه کې د دم،درخې اؤ تعویزونو کار کولو اؤ په پنجاب کې زیاتره خلک دم ګرو یا پیرانو ته ډیر زیات درناوی لري.

خو زیاتره وخت دپاکستان دپنجاب ایالت نه دنقلي پیرانو په لاس د میرمنو د بې حجابه کولو راپورونه مخې ته راځي.

دا مهال په پاکستان اؤ بیا په ځانګړي ډول پنجاب کې یو شمیر شخصي ټي وي ګانو باندې پیران دخپل روزګار باقاعده اشتهارونه چلوي چې په هغې کې زیاتره په لاندې ډول وي

“خپل محبوب ځان ته په پښو کې وغورځوئ، دخپلې خوښې رشته اوس ستاسو په لاس کې ، نارینه اولاد وزیږوئ، ، روزګار کې ځان نه امیران جوړ کړئ، ، چې کوم هیواد ته غواړئ سفر وکړئ”

دا اؤ دغسې نورې خوږې ،خوږې خبرې دغه پیران پخپلو اشتهارونو کې کوي اؤ په هغې ځانته ددم درخې دپاره خلک راماتوي.

تر دې مهاله ګڼ شمیر پیران د ښځو د سپکاوي اؤ ټګۍ په تور دپنجاب پولیسو نیولي هم دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG