لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کانټینینټل هوټل دبرید دلمړیو پلټنو راپور اولسمشر اشرف غني ته سپارل شوی


اولسمشر اشرف غني پوځ ته سپارښتنه کړې چې په انټرکانټینیټیل هوټل دشوي ترهګریز برید پلټنې باید نورې هم په مخ بوځي
اولسمشر اشرف غني پوځ ته سپارښتنه کړې چې په انټرکانټینیټیل هوټل دشوي ترهګریز برید پلټنې باید نورې هم په مخ بوځي

دکابل په انټر کانټینینټیل هوټل د شوي برید د لمړیو پلټنو راپور دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ته سپارل شوی اؤ اولسمشر افغان پوځ ته سپارښتنه کړې چې معلومه کړي هغه کومې خلاوې وې چې له امله یې دغه برید ته لاره هواره شوې ده.

داتوار اؤ دوشنبې په مینځ شپه د کابل په انټرکانټینیټیل هوټل دترهګرو یو برید کې دبهرنیو وګړو په شمول ګڼ شمیر کسان وژل شوي وؤ چې دافغانستان دکورنیو چارو وزارت یې شمیره ۲۲ تنه ښایي خو ازادې سرچینې بیا وایي چې له دې زیات کسان وژل شوي.

دافغانستا د اولسمشر دماڼۍ نه دجاري شوي بیان له مخې تیر ماښام د افغانستان د وسله وال پوځ داعلی سرقوماندانۍ غونډه داولسمشر اشرف غني په مشرۍ شوې چې پکې دکابل په هوټل د شوي ترهګریز برید دلمړیو پلټنو په هکله اړخیزې خبرې شوي دي.

داولسمشر ماڼۍ وایي دغونډې په مهال اولسمشر اشرف غني پوځ ته سپارښتنه کړې چې په انټرکانټینیټیل هوټل دشوي ترهګریز برید پلټنې باید نورې هم په مخ بوځي اؤ هر اړخ ته دې پکې کوټلی پام وګرځول شي.

دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند وایي په هوټل د شوي برید نه وروستو څو شکمن کسان نیول شوي اؤ د هوټل د امنیت ساتونکو څخه هم پلټنې پیل شوي دي.

مطبوعاتو ته د کورنیو چارو د وزارت ویاند ښاغلي نجیب دانش ویلي د نیول شوؤ کسانو څخه پلټنو کې ددې خبرې دمعلومولو هڅه کیږي چې دغه برید چا کړی اؤ څنګه وتوانیدل چې وسلې هوټل ته دننه کړي ؟

دکابل په انټرکانټینیټیل هوټل شوي برید کې ۱۳ بهرني وګړي وژل شوي چې هوایي شرکت ائیر کام وایي ۱۰ پکې دهغوئ دشرکت مامورین دي.

همدا شان امریکا هم ویلي چې په دغه برید کې یې وګړي وژل شوي خو شمیره یې نه ده ښودلې.

ددې ترڅنګ په دغه برید کې دپاکستان په کراچۍ ښار کې دافغانستان قونصل جنرال ډاکټر عبدالله وحید پویان هم وژل شوی چې دهغه مړی پرون د سه شنبې په ورځ موندل شوی دی.

سرچینې وایي چې د ډاکټر پویان مړی په بشپړ ډول سوځیدلی اؤ دپیژندګلو څخه وتلی دی.

طالبانو ددغه برید پړه په غاړه اخستې ده خو دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ددغه برید نه سمدستي وروسته دعوه کړې وه چې دا برید په پاکستان کې فعاله ترهګرې ډلې حقاني شبکې کړی اؤ‌ د برید پلان یې پاکستان کې جوړ کړی ؤ.

پاکستان دافغانستان دغه تور رد کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG