لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سوشل میډیا نیوکې:دسپریم کورټ مشر قاضي پخپله وینا معذرت وغوښتو


د سپریم کورټ دمشر قاضي دغه بیان په پاکستان کې دمیرمنو غصه راپارولې وه

په سوشل میډیا دسختو نیوکو نه وروسته د پاکستان د سپریم کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار د ښه تقریر تشبیح د ښځو د سکرټ سره دکولو پسر پخپل تقریر معذرت غوښتی دی.

روانه میاشت کراچۍ کې د قانون پوهانو یوې غونډې ته وینا کې ثاقب نثار د تقریر یا وینا په اړه د برطانيي د پخواني وزیراعظم وېنسټن چرچل یو مثال وړاندې کړی ؤ چې چرچل ویلي وو تقریر لکه د ښځو د سکرټ نه خو دومره اوږد پکار دی چې دخلکو خوښي پکې ختمه شي او نه هم تقریر لکه د سکرټ دومره لنډ پکار دی چې په معنا یې هم څوک پویه نه شي.

د سپریم کورټ دمشر قاضي دغه بیان په پاکستان کې دمیرمنو غصه راپارولې وه اؤ په سوشل میډیا یو ټرینډ چلیدلی ؤ چې پکې مشر قاضي نه پخپلو دغو څرګند،نو دبخښنې غوښتلنو ، غوښتنه شوې وه.

سکرټ د مېرمنو د غربي لباس برخه ده چې د پتلون پرځای اغوستل کیږي. اوږد سکرټ ټولې پښې پټوي خو لنډ سرکټ لکه د جانگي د پتون پورته برخه څرگندوي. په افغانستان کې سکرټ ته ځینې ښځې (دامن یا لمن) کلمه هم کاروي.

دچهارشنبې په ورځ د سپریم کورټ مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار ویلي “زما په وینا که د چا زړه دردیدلی وي نو زه معذرت غواړم ، زما مقصد دچا زړه ازارول نه وؤ”

هغه ویلي د اسکریټ په هکله یې د چرچل دخبرې مثال ورکړی ؤ‌چې دا دپاکستان دقانون په کتابونو کې هم موجود دی.

هغه ویلي ښځو ته درناوی لري ځکه چې دا دپاکستان نیمه ابادي تشکیلوي خو دهغه دخبرې نه په سوشل میډیا هسې د یوې ستونزې جوړؤلو هڅه شوې ده.

دا لمړی ځل دی چې دپاکستان دسپریم کورټ یو قاضي په سوشل میډیا دسختو نیوکه له امله پخپلو خبرو معذرت غوښتی دی.

کله چې مشر قاضي ثاقب نثار پخپله وینا کې دښځو د اسکرټ مثال ورکړی ؤ نو دهغې وروستو ګڼ شمیر ښځو په مشر قاضي نیوکه کړې وه چې هیڅ حق ورته نه دی ترلاسه ښځې په داسې سپکو مثالونو کې یادې کړي

په کراچۍ کې د ښځو د حقونو یوې ټولنې، ویمن ایکشن فورم، ثاقب نثار ته یو پرانیستی لیک لېږلی ؤ او ورته لیکلي یې وؤ چې پخپله وینا یې د ښځو برابري تر پښو لاندې کړې او د هغوی سپکاوی یې کړی دی نو ځکه دې د پاکستان له ښځو بخښنه وغواړي.

XS
SM
MD
LG