لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دنقیب وژنه:د سېنېټ دبشري حقونو کمیټي به کراچۍ ته ځي


دپاکستان دسېنېټ دبشري حقونو کمیټې په کراچۍ کې د عدالت نه پشي شا دپولیس مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید وژنه د بشري حقونو سخته سرغړؤنه ګرځولې ده.

کمیټې پریکړه کړې چې کراچۍ کې به دبشري حقونو دمخ په زیاتیدونکو پیښو د لاملونو معلومولو په موخه دغه کمیټي د روانې میاشتې په پایې کې دکراچۍ سفر کوي اؤ دغلته به دبیلابیلو اړخونو نظرونه واخلي.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې له مخې د سینیټ دبشري حقونو دکمیټې غونډه ددغه کمیټې دمشرې سنیټیرې نسرین جلیل په مشرۍ شوې چې پکې پاکستان اؤ په ځانګړي ډول کراچۍ کې دبشري حقونو دمخ په زیاتیدونکو سرغړونو په کلکه نوټس اخستل شوی .

دسینیټ دبشري حقونو دکمیټې په غونډه کې په ۱۳مه جنورۍ کراچۍ کې دپولیسو په یوه نقلي مقابله کې د وژل شوي پښتون زلمي نقیب مسید د وژنې په معامله بحث وکړی شو اؤ دمحکمې نه په پشي شا دغسې وژنې داندیښنې وړ وبلل شوې.

کراچۍ په ټوله نړۍ کې دپښتنو تر ټولو ستر ښار یادیږي اؤ‌ناتائیده شمیري ښایي چې په دغه ښار کې لږ تر لږه ۵۰ لکو پورې پښتانه میشته دی.

په کراچۍ کې میشت په زرګونو پښتانه دا مهال د نقیب مسید د وژنې په ضد په احتجاج بوخت دي اؤ دوئ تور لګوي چې په دغه ښار کې مدام امنیتي ځواکونه د پښتنو سره بد چلند کوي.

ورځپاڼه لیکي کمیټې ویلي د نقیب مسید وژنه دبشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده اؤ‌ د روانې میاشتې په ۳۱مه نیټه به دغه کمیټي کراچۍ ته سفر وکړي ترڅو هلته د بشري حقونو څخه دکیدونکو سرغړونو جاج واخلي

کمیټي به پخپل دغه سفر کې د بیلابیلو اړوند اړخونو سره لیدنې هم کوي.

XS
SM
MD
LG